رپوټ: مهتمم صالح
کندهار ته له شاوخوا څوارلسو ولايتونو او د کندهار د نا امنه ولسواليو څخه داخلي بې ځایه سوي راغلي دي او دغه راز د سپین بولدک له لاري د پاکستان څخه هم بیرته راستنېدونکي کډوال راځي، چي اوس په دغه ولايت کي لسګونه زره کورنۍ داخلي بې ځایه سوي او بیرته راستانه سوي ژوند کوي، چي دلته له سختو ستونزو سره مخ دي.
د کندهار د کډوالو چارو رئيس دوست محمد ناياب وايي، راتلونکی لمريز کال به په دغه ولایت کي کډوالو ته د مځکو وېش پیل سي.
په ۱۳۸۶ لمريز کال د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي کډوالو ته ښارګوټ منظور سوی وو، خو کارونه یې تر اوسه پاته وه.
د کډوالو چارو رئیس وايي، د کډوالو چارو وزارت غوښتل چي په ۳۰۵ ګڼه فرمان کي تغير راولي چي يو لامل يې دا هم وو، چي د دغه مځکو د وېش مخه يې نیولې وه.
ناياب زیاته کړه، ځيني موسسات اوس هم بې ځايه سوو او کډوالو ته د سرپنا ځايونه جوړوي، خو هغه په دغه شرايط چي کډوال او بې ځایه سوي بايد دلته خپله مځکه ولري چي موسسات بیا ورباندي ودانۍ جوړوي.
ناياب وايي، دوی اته زره کورنۍ بې ځايه سوي سروې کوي او مستحقو کورنيو ته د ژمنيو مرستو په نوم مرستي رسوي چي هغه به نغدي پيسې، خوراکي او غيري خوراکي توکي وي.
بلخوا د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وايي، د کډوالو چارو وزارت دي په دغه برخه کي اساسي کار وکړي.
د منيب په خبر، په تيرو لسو کلنو کي د کډوالو او بې ځاسوو په برخه کي ميليارډونه پیسې مصرف سوي، خو تر اوسه اساسي کار نه دئ سوی، چي دا کار د دې لامل کيږي، چي موسسات له خپلو مرستو لاس واخلي.
دغه راز بې ځايه سوي وايي، دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او دغه راز د سرپناه ځای هم نه لري، چي د ژمي په راتګ سره يې ستونزي دوه چنده کيږي.
دوی وايي، د خوارکي توکو سره سره دي په ژمي د سرپناه ځای هم ورته برابر سي.
د کندهار د بشرحقونو خپلواک کمېسيون مخکي اندېښنه ښودلې وه، چي ښايي د ژمي په راتګ سره د هغه بې ځايه سوو کوچنيان د يخ څخه خپل ژوند دلاسه ورکړي، چي سرپنا نه لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون