د ملي دفاع وزارت وايي چي په ننګرهار کي د داعش ۱۱ وسله وال په هوايي بريد کي وژل سوي، بلخوا ځايي چارواکي وايي، لسګونه داعشي وسله وال له ښځو او ماشومانو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم سوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي پرون د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کي په یوه هوايي بريد کي د داعش ډلي ١١ وسله وال وژل سوي دي.
خو دغه وزارت په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
بلخوا په ختيځ کي د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي له تېرو دوو ورځو راهيسي د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کي د عملياتو پر مهال اته داعشي وسله وال له وسلو او مهماتو سره نيول سوي دي.
دغه راز سرچينې زياته کړې چي په دغو عملياتو کي ٣١ نور داعشي وسله وال له ٦٢ ښـځو او ماشومانو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم سوي دي.
د ملي دفاع وزارت هم ويلي چي د اچين په وروستيو عملياتو کي لسګونه نور داعشيان دولتي ځواکونو ته تسليم سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون