په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي د ايران د بهرنيو چارو و له وزیر سره ليدلي دي

په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر پلاوي په تهران کي د ايران د بهرنيو چارو و له زير جواد ظريف سره ليدلي دي.

د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په استول سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د طالبانو د پلاوي مشري د دې ډلي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوله.

هغه زياته کړې، ايران ته دغه سفر په هغه هيواد کي د افغان کډوالو پر ستونزو د خبرو او راتلونکو مثبتو اړيکو د تأمین په نيت ترسره سوى دى.

په خبرپاڼه کي راغلي، د ملا برادر اخند په مشرۍ پلاوي د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف او نورو لوړپوړو چارواکو سره وکتل، د افغانستان د مسئلې د سوله ييز حل پر لارو چارو او په دې برخه کي د روانې پروسې په هکله يې تفصيلي خبري وکړې.

دغه راز سرچينې زياته کړې چي په دې ليدنو کي د افغان کډوالو پر ستونزو هم په خبري سوي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي، ايراني چارواکو له افغان ولس سره د لا ښو اړیکو ساتلو هيله څرګنده کړه او په هغه هیواد کي یې د افغان کډوالو د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

خو طالبانو نه دي ويلي چي په ايران کي افغان کډوالو له کومو ستونزو سره مخ دي.

د يادونې ده، له دې مخکي هم د طالبانو د قطر دفتر پلاوي د ايران په ګډون پاکستان، چين، اندونيزيا، روسيې او ځينو نورو هیوادونو ته سفرونه کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...