رپوټ: اجمل وصال
روزګان ولایت ته د کډوالو او بیا را ستنېدونکو چارو وزارت معینه د یو ګډ پلاوي سره راغلي، ترڅو په دغه ولایت کي د وروستیو څو کلونو راهیسي د جګړو له امله د تازه بې ځایه سوو کورنیو د ژوند حال واخلي.
د روزګان والي د تیرو څو کلونو راهیسي د جګړو له امله د زرګونه بې ځایه سوو کورنیو حال خورا بد وباله او له وزارت څخه یې د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.
اسدالله سعید وایي، د هغوی د معلوماتو له مخي د تیرو څه باندي دوو کلونو راهیسي مرکز ترینکوټ ته تر اته زره زیات او ولسوالیو ته بیا دوه زره نوري کورنۍ د جګړو له امله کډه سوي دي.
سعید وایي، په دغه موده کي د کډوالو په نوم راغلي مرستي د هغوی پرځای زورواکو وړي او اړمني کورنۍ له خپلو حقونو بې برخي پاته دي.
د روزګان یو شمېر ځایي ددولتي مسئولینو هم له راغلي پلاوي وغوښتل په دغه ولایت کي د بې ځایه سوو کورنیو سروې له پاره د بایومېټریک اسانتیاوي برابري کړي، ترڅو مستحقین وکولای سي د مرستو څخه برخمن سي.
په روزګان کي د تیرو څه باندو دوو کلونو راهیسي راغلي بې ځایه سوي کورنۍ هم وایي، په نوم یې راغلي مرستي بډایه او یاهم هغو خلکو ته ورکول کېدلې، چي ضرورت یې نه ورته درلودی.
دوی د راغلي پلاوي غواړي، چي لاس نیوی یې وکړي.
د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت معیني دوکتور عالمي هم ومنله چي روزګان کي د تیرو څو کلونو راهیسي د کډوالو شمېر زیات او د پام وړ سوی دئ.
معینه وايي، د هغوی وزارت پالیسي جوړوونکی دئ او د دې له پاره روزګان ته د یو ګډ پلاوي سره راغلې، ترڅو د کډوالو ستونزي له نژدې و ویني او د حل له پاره یې لاس په کار سي.
په وینا یې، پرون ترینکوټ ښار اړوندو ګڼو سیمو ته د بې ځایه سوو لسګونو کورنیو څخه یې لیدنه کړې او د دوی بدحالت یې له نژدې لیدلی.
نوموړي ژمنه وکړ چي
خپل وزارت، مرستندویه ادارو او په ځانګړې توګه ولسمشرۍ ماڼۍ ته د روزګاني بې ځایه
سوو او اړمنو کورنیو د لاس نیوي له پاره منظم پلان جوړ او ورسوي.
تردې دمخه هم پر مرستندویه ادارو نیوکي سوي وې، چي د مسکینانو په نامه راغلي مرستي
و خانانو ته ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون