کندهار امنیه قومنداني: موږ شپږ کسان د وسله والو طالبانو په تور نیولي دي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار د امينه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزی وايي، دوی شپږ کسان يې د وسله والو طالبانو په تور نیولي دي.

بارکزی وايي، په دغه کسانو دوه یې غلچکي بريدګر دي، دوه يې ماين ښخوونکي او دوه جنګي طالبان دي، چي د امنيتي ځواکونو سره يې مخامخ جکړه کول.

د امنيه قومندانۍ وياند وايي، د دغه نیول سوو کسانو سره يو ميل توپنچه هم نیول سوې ده.

داسي اندېښنې دي، چي وسله وال د وسلو کارټونه لري او هم د پولیسو له کارټونو څخه په استفاده خپلي وسلې يو و بل ځای ته وړي.

جمال ناصر بارکزی وايي، اوس هيڅ عام کس ته د وسلې کارټ نه جوړيږي، خو په دولت کي هم نفوذي کسان سته، چي دوی به يې د کشفي معلوماتو پر اساس ونيسي.

دغه راز نیول سوي کسان هم پر خپل جرم اعتراف کوي او وايي، دوی د ځينو کسانو له خوا خطايستل سوي وه او پیسې ورته منل سوي وې.

دوی وايي، د پنځه زره افغانيو په بدل کي يې ماينونه ښخول او دولتي کسان يې په نښه کول.

له دې دمخه هم د امنيه قومندانۍ پوليسو ځيني کسان د وسلوالو طالبانو په تور نیولي دي، خو ځيني وخت خلک نیوکه کوي، چي پولیس او د ملي امنيت ځواکونه بې کناه کسان د وسله والو طالبانو په تور نیسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...