راپورونه

د منظور پښتین ضمانت سوی دئ خو بیا هم بندي دئ

د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي اېم) د فېبروري پر ١٦مه په دېره اسماعیل خان کي په یوه ستره غونډه کي له حکومت څخه وغوښتل، چي منظور پښتین دي ژر تر ژره خوشي کړي. د رپوټونو له مخي دا غونډه د دېره اسماعیل خان په رته کلاچۍ میدان کي وه، چي د علي وزیر، محسن داوړ، ډاکټر سیدعالم مسعود او ...

Read More »

ولسمشر غني: د څو کلن جنګ ختمولو ته چمتو یو او بشپړ تعهد لرو

ولسمشر غني د دې په بیانولو سره چي د سولي ډېره پېچلې پروسه په مخکي ده او هغه باید په تدبیر او عقلانیت مدیریت سي وايي، په افغانستان کي د څو کلن جنګ ختمولو ته چمتو دئ او بشپړ تعهد لري. له ارګ څخه په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني په المان کي د مونیخ په امنیتي ...

Read More »

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د سياسي جوړي له پاره د تاوتريخوالي کمول مهم او اړين دي

د ملګرو ملتونو سرمنسي وايي، په افغانستان کي د سياسي جوړ جاړي، دوامداره اوربند او د باور فضا رامنځته کولو له پاره د تاوتريخوالي کمول مهم او اړين دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريز دغه څرګندوني پرون ماښام په اسلام اباد کي کړي دي. نوموړي د افغان کډوالو په اړه په يوه نړيوال کنفرانس کي دګډون له پاره وړمه ...

Read More »

په کندهار کي د کابل اډې موټروانان وايي دوی په دغه اډه کي ډېر مشکلات لري

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي کابل اډه د هيواد د ټولو ولايتونو تر څنګ د ګاونډو هيوادونو د مسافرانو له پاره يو ښه مځکنی ترمينل ګڼل کيږي، خو په دغه اډه کي موټروانان وايي، دوی په اډه کي له سختو ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره هغه اسانتياوي، چي بايد په يوه اډه کي موجودي وای، په ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکو د قوماندو د سیمي او ملا صاحب د سرای په اړه ولایتي شورا ته شکایت وکړ

رپوټ: خالد همت د کندهار د لسمي حوزې اړوند د قوماندو سیمي خلګ وايي، وروستیو بارانونو زیانونه ورته رسولي دي، ځکه چرۍ نه لري چي د باران اوبه ووزي او تر اوسه د کوم چا له خوا  په دې برخه کي همکاري هم نه ده ور سره سوې. دوی چي ولایتي شورا ته ئې په دې اړه شکایت کړی وو ...

Read More »

په چین کي د کرونا پېښي کمي سوي دي

چينايي چارواکو ويلي، نن درېيمه ورځ ده چي په کرونا وايروس د خلګو د اخته کېدو پېښي تر پخوا کمي سوي دي. خو د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چي په دې اړه څه ويل تر وخت مخکي خبره ده. چينايي چارواکو ویلي، پرون په دې وايروس ۱۴۲ کسان مړه سوي، چي د چين په قلمرو کي د مړو شمېر ورسره ...

Read More »

د ۲۰۵ اتل قول اردو مسئولینو د شورویانو د وتلو ۳۱مه کالیزه ولمانځل

د فېبروري ۱۵مه له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو ۳۱ مه کلیزه ده، چي په افغانستان کي لمانځل کیږي. دغه ورځ په شنبه د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د دغه قول اردو د منسوبینو او قومي مشرانو له خوا ولمانځل سوه. د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان برید جنرال میر اسدالله کوهستانی وویل، پخواني شوروي ...

Read More »

په هلمند کي ۵۰ دیني عالمان او د مسجدونو امامان د کمپیوټر او انګرېزي له زده کړو څخه فارغ سول

رپوټ: جواد داوري دغه دیني عالمانو او د مسجدونو ملا امامانو د شپږو میاشتو په موده کي وکولای سوه، چي د کمپیوټر سره بلدتیا پیدا او کار ور څخه واخلي همداراز په انګرېزي رواني خبري هم کولای سي. فارغ سوي دیني عالمان او د مسجدونو ملا امامان چي په انګرېزي رواني خبري کوي وایي؛ د دوی له پاره د حیرانتیا ...

Read More »

که چیرې طالبان دتاوتریخوالي پر کمولو کي بریالي سول نو له افغانستانه به نړیوال ځواکونه کم سي

پر همدې مهال د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ وایي، که چیرې طالبان دتاوتریخوالي کمولو کي بریالي سول نو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر کمولو فکر کیږي، خو ناټو دمګړی افغانستان نه پرېږدي. د ناټو سرمنشي دغه څرګندوني د جرمني په مونيخ امنیتي کنفرانس کي د وینا پر مهال کړي دي. هغه زیاته کړه، په افغانستان کي د ناټو له ...

Read More »

په تېرو ۳۰ کلونو کي دا اول وار دئ، چي دهله په دلوه کي پارچاویږي

رپوټ: خالد همت په کندهار کي باغداران وایي، دوی خوښ دي چي له ډېرو کلونو وروسته د دهلې بند له اوبو څخه ژر ډک او پارچاویږي. دوی وایي، د اورښتونو اوبه د کښتونو له پاره ډېري ګټوري دي، ځکه چي له دې سره نباتات وده کوي او للمي غنم ښه حاصلات ورکوي. دوی وايي، سږ کال ډیر بارانونه وسول او ...

Read More »