په هلمند کي ۵۰ دیني عالمان او د مسجدونو امامان د کمپیوټر او انګرېزي له زده کړو څخه فارغ سول

رپوټ: جواد داوري

دغه دیني عالمانو او د مسجدونو ملا امامانو د شپږو میاشتو په موده کي وکولای سوه، چي د کمپیوټر سره بلدتیا پیدا او کار ور څخه واخلي همداراز په انګرېزي رواني خبري هم کولای سي.
فارغ سوي دیني عالمان او د مسجدونو ملا امامان چي په انګرېزي رواني خبري کوي وایي؛ د دوی له پاره د حیرانتیا ځای دئ، ځکه وړاندي ئې په دې اړه هیڅ پوهاوی نه درلودئ.
دوی زیاتوي د کمپیوټر له پروګرامونو سره بشپړ بلد او له دې وروسته به په ورځنيو چارو او د معلوماتو په را ټولولو کي له کمپیوټر او انټرنیټ څخه کار اخیستنه ورته اسانه وي.
د هلمند د حج او اوقافو مسئولین وایي، اوس هم په ولسوالیو کي ډېر کسان انګرېزي د کفر ژبه بولي او له نوي ټکنالوژۍ سره هیڅ بلدتیا او پوهاوی نه لري، خو زیاتوي داچي دا ډول پروګرامونه د ښه مؤثریت څخه برخمن دي، نو باید لا دوام ورکول سي.
خو د هلمند والي وایي دا چي له روان کړکیچ څخه د وتلو یوه لار له نوي ټکنالوژۍ سره د دیني عالمانو بلدتیا ده، نو هڅه کوي چي په دې ولایت کي دیني عالمان پر ځان بسیاء او عصري زده کړو تر لاسه کولو ته ئې هم وهڅوي، ترڅو په ښه ډول د اسلام او هیواد په ګټه فعالیت وکړي.
هلمند د هیواد یو له هغه ولایتونو څخه دئ، چي اوس هم په یو شمېر ولسوالیو کي ئې کمپیوټر او انګلیسي څه چي ان مسجدونو کي د دیني زده کړو بغیر نورو زده کړو ته هم د شک په سترګه کتل کیږي او د فعالیت اجازه نه ورکول کیږي، نو ځکه مسئولین دا ډول پروګرامونه اغېزناک او ګټور بولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...