که چیرې طالبان دتاوتریخوالي پر کمولو کي بریالي سول نو له افغانستانه به نړیوال ځواکونه کم سي

پر همدې مهال د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ وایي، که چیرې طالبان دتاوتریخوالي کمولو کي بریالي سول نو له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو پر کمولو فکر کیږي، خو ناټو دمګړی افغانستان نه پرېږدي.

د ناټو سرمنشي دغه څرګندوني د جرمني په مونيخ امنیتي کنفرانس کي د وینا پر مهال کړي دي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کي د ناټو له ماموریت څخه موخه دا ده، چي له خپلو ارزښتونو څخه دفاع وسی، دا ارزښتونه د سپټېمبر پر ۱۱مه تر بریدونو لاندي راغلي وو.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کي شاوخوا ۱۶ زره سرتیري مېشت دي، افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي څو دوی له ترهګرۍ سره ښه مقابله وکړي او هلته سولي له پاره حالات برابر سي.

خو نوموړي په ډاګه کړه، چي ناټو او متحدین ئې اوسمهال افغانستان نه پرېږدي.

د هغه په وینا، د تاوتریخوالي کمېدو سره بین الافغاني مذاکراتو ته لاره برابریږي او دا باید ډاډمن کړل سي چي دا هیواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځالي بدل نه سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...