په تېرو ۳۰ کلونو کي دا اول وار دئ، چي دهله په دلوه کي پارچاویږي

رپوټ: خالد همت

په کندهار کي باغداران وایي، دوی خوښ دي چي له ډېرو کلونو وروسته د دهلې بند له اوبو څخه ژر ډک او پارچاویږي.

دوی وایي، د اورښتونو اوبه د کښتونو له پاره ډېري ګټوري دي، ځکه چي له دې سره نباتات وده کوي او للمي غنم ښه حاصلات ورکوي.

دوی وايي، سږ کال ډیر بارانونه وسول او لا هم هیله سته چي نور هم و اورېږي او دوی به د برمو د تېلو له مصرف څخه خلاص سي، چي دا به د دوی له پاره بله ګټه وي.

باغداران وايي، د دهلې بند پارچاو سره کښتونو ته تر پخوا ژر اوبه رسیږي او حاصلات به ئې هم ښه وده وکړي.
بلخوا د کندهار د سیندیزي حوزې رئيس، تور یالی محبوبي وایي، د دهلې بند ته په زیاته اندازه اوبه رارواني دي او هیله لري چي ډېر ژر به پارچاو سي.

محبوبي وایي، دوی په پوره اندازه تدابیر نیولي او د اوبو د دروازو کارونه ئې هم سرته رسولي، چي له دې سره به وکولای سي چي دغه دروازې د اوبو تېرولو ظرفیت ولري.

دی وایي، ۳۴ کاله کیږي چي د دهلې بند د سلواغي په میاشت کي نه وو پارچاو سوی، خو په دې کلونو کي دا لومړی ځل دئ چي داسي ژر دهله ډکیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...