راپورونه

کندهاري خبريالان: دوی معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کي ډېري ستونزي لري

رپوټ: مهتمم صالح د ولسمشر د مرستيال وياند دوا خان مينه پال سره په يوه ناسته کي د کندهار يو شمېر خبريالانو وويل، دوی معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کي ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی وویل، ولايتي او نظامي ادارې ډېر وخت د معلوماتو په ورکړه کي ځنډ کوي او يا هم معلومات نه ورکوي. دغه راز ...

Read More »

په ولسي جرګې کي د کندهار د خلکو استازو له بنديانو سره لیدلي او د هغوی دوسيې ئې څېړلي دي

رپوټ: مهتمم صالح نن په ولسي جرګه کي د کندهار يو شمېر استازو د رسنیو سره په خبرو کي وويل، دوی د کندهار محبس څخه ليدنه کړې او هلته د بندیانو قضيې څېړي. د ولسي جرګې وکيل ګل احمد کمين وايي، د کندهار محبس ډېر په بد حالت کي دئ، ځيني کسان بې ګناه بنديان سوي دي، چي د ټولو ...

Read More »

د کرهڼي او مالدارۍ وزارت: په روان کال کي (۳۵۰) شنې خوني جوړي سوي دي

د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت وایي په روان کال کي له ۳۵۰ زیاتي کوچنۍ او غټي شنې خوني جوړي سوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي چي دا کوچنۍ او غټي شنې خوني د هيواد په مرکز او ولایتونو کي جوړي سوي دي. د نوموړي په خبره، دا شنې خوني د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او ...

Read More »

په ټوله نړۍ کي په کرونا وایروس تر ۷۱ زره ډېر کسان اخته دي

په ټوله نړۍ کي په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر له ۷۱ زره کسانو او په چین کي یې هم چي د دغه وایروس د خپرېدو سرچینه ده، شمېر له ۷۰ زره تنو څخه اوښتی دئ. په چین کي د دغه وایروس له امله د مړو سوو کسانو شمېر۱۷۷۰ تنو ته رسېدلی دئ. د چین د روغتیا د ملي ...

Read More »

د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه هوکړه به د رواني فېبروري په پای کي لاسلیک سي

د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې د لاسلیک کېدو خبره په دې وروستیو ورځو کي ډېره ګرمه سوې، خو هيڅ یوه لوري ئې تر اوسه کره نېټه نه‌ ده معلومه کړې. د طالبانو او امریکا ترمنځ یوه هوکړه به د رواني فېبروري په پای کي لاسلیک سي. دا خبره په قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ...

Read More »

په درو یا څلورو ورځو کي به د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان سي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي د جنجالي رایو د بیا تفتیش او شمېرلو بهیر بشپړ سوی او په درې یا څلورو ورځو کي به د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړي. د دې کمېسیون ویاند ذبیح ‌الله سادات وايي، چي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو پرېکړي، د شکایتونو د کمېسیون د همکارانو، د سیاسي ګوندونو، ...

Read More »

په کندهار کي ۱۵۰ تنه د سرحدي ځواکونو بریدملان له شپږو اوونیو زده کړو څخه فارغ سول

په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۱۵۰ تنه د سرحدي ځواکونو بریدملان چي څلور تنې ئې ښځي دي، له شپږو اوونیو زده کړو وروسته فارغ سول. د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال برید جنرال سید نجم الدین سادات په دې اړه جوړه سوې غونډه کي وویل، افغان ځواکونه که نارینه دي او که ښځي، ...

Read More »

په کندهار کي دیني عالمانو او قومي مشرانو د پخواني شوروي اتحاد د شړلو ورځ ولمانځل

رپوټ: خالد همت په کندهار کي دیني عالمانو او قومي مشرانو د پخواني شوروي اتحاد د ماتي او له افغانستان څخه د هغوی د شړلو ورځ ولمانځل. په یاده غونډه کي دیني عالمانو او قومي مشرانو د پخواني شوروي اتحاد ماته د هغوی له پاره شرم وبلی او زیاته ئې کړه چي هیڅ بهرنی هیواد دي په افغانستان کي مداخله ...

Read More »

په پلخُمري کي د ترقي په نامه یو باغ په ۱۳۰ جریبه مځکه کي جوړېږي

رپوټ: نور ګل اندړوال   د بغلان د غوري سمنټو فابریکې له خوا په  ۱۳۰ جریبه مځکه کي د ترقي په نوم د یوه باغ د جوړولو کار شروع سو. دبغلان د غوري سیمينټو فابریکې رئیس وايي، چي په دې باغ کي سږکال ۱۴۰۰۰ میوه لرونکي نیالګي ږدي، چي د خلګو په باور به هم چاپيریال سرسبزه سي او هم ...

Read More »

په فراه کي سږکال د عنابو ۱۰۰ باغونه جوړېږي

د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کرهڼي وزارت په دغه ولایت کي د ۱۰۰ باغونو د جوړولو له پاره ۱۶ زره نیالګي پر باغوانانو وېشلي دي. د کرهڼي وزارت د معلوماتو پر اساس دغه باغونه د فراه په پشت رود ولسوالۍ کي جوړېږي. عناب هغه وچه مېوه ده چي د ارزښت له مخي په سرو زرو ...

Read More »