د لبنان د روغتیا وزیر حمد حسن اعلان کړی، چي د دې هيواد یوه ښځه چي د ایران څخه ور ستنه سوې ده، په کورونا وایروس اخته سوې ده او دوې نوري شکمني پېښي هم لیدل سوي دي، دا لومړی ځل دئ چي په لبنان کي د کورونا وایروس پېښه ثبت سوې ده. بلخوا د اسرائیل د روغتیا وزارت اعلان ...
Read More »طالبانو د افغانستان په ټولو سیمو کي مخابراتي شبکو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چي په اکثر ولایتونو کي چي وسله والو طالبانو د مخابراتي شرکتونو فعالیت ته اجازه نه ورکوله، مخابراتي شبکې فعاله سوي دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یوه چارواکي، ویلي، ځیني سیمي چي لوجیستيکي او تخنیکي مشکل لري، پر هغوی کار کيږي څو ټول مخابراتي سایټونه فعال سي. وسله والو ...
Read More »په ننګرهار کي د شاتو تولید ۳۰ سلنه ډېر سوی دئ
د ننګرهار د کرهڼي او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کي د شاتو تولید د پروسږ کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړ سوی دئ. د ننګرهار د کرهڼي او مالدارۍ ریاست د مسئولینو په خبره، سږکال په ننګرهار کي ۵۰۰ ټنه شات تولید سوي، چي لاملونه ئې د شاتو د مچیو د روزني د کاروبار ډېروالی، ښه ...
Read More »د ایران په قُم ښار کي کرونا وایروس دوه کسه وژلي دي
د ایران په قُم ښار کي دوه وګړي چي په کرونا وایروس اخته پېژندل سوي وه، مړه سوي دي. د ایران د روغتیا وزیر دا خبر تأیید کړی دئ. خو د قُم د طبي زده کړو د پوهنتون مشر تر دې پېښي یوه ورځ مخکي د ایران خبري اژانس ته خبر ورکړی وو، چي دوه وګړي په کرونا وایروس اخته ...
Read More »په بلخ کي د سرطان د درملني او کرونا د کنټرول مرکزونه جوړ سول
رپوټ: نورګل اندړوال د بلخ په حوزوي روغتون کي په لومړي ځل د سرطان ناروغۍ د درملني او کرونا وایروس د کنترول دوه مرکزونه په یو لک ډالرو جوړېږي. دعامي روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز چي د دې مرکزونو پرانیستني ته راغلی وو، وايي، چي تر اوسه په هیواد کي د کرونا وایروس کومه پېښه نه ده ثبت سوې او هر ...
Read More »ولسمشر غني او خلیلزاد په ارګ کي د تاوتریخوالي پر کمېدو خبري وکړې
افغان ولسمشر اشرف غني د افغانستان د سولي له پاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره پرون په ارګ کي وکتل. د ارګ له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي، چي په دې کتنه کي د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کي د تاوتریخوالي د کمېدو پر موافقې خبري وسوې. د خبرپاڼي له مخي ولسمشر ...
Read More »په کندهار کي۹۹۰ د پیستو نیالان کښت ګرو ته ورکړل سول
رپوټ: خالد همت په کندهار کي د کرهڼي ریاست له خوا د میرسي کورپس مؤسسې په مرسته، د درو ولسوالیو باغدارانو او کروندګرو ته ۹۹۰ د پیستو نیالان توضیح کړل سوه. د کندهار د کرهڼي ریاست سرپرست محمد داود دوست وایي، تر اوسه پنځه نیم زره جریبه مځکي ته د پیستو نیالان د دوی له خوا د مختلفو مؤسسو په ...
Read More »کندهار ښاريان: هيله لري چي د ولسمشر د ټاکل کېدو سره به کاروبارونه بیرته شروع سي
رپوټ: مهتمم صالح کندهار ښاريان وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو اعلان دوی اميدواره کړي، چي په هيواد کي به بیرته کارو بارونه پیليږي. دوی وايي، د پايلو ځنډ د کارونو مخه نيولې وه او خلګو د ماښام يوه ګوله ډوډۍ نه سوای پيدا کولای، خو اوس تمه سته چي بیرته به کاروبارونه پیل او خلګو ته به د کار ...
Read More »کندهار ښار والي د زاړه ګمرک د دوکانونو مالکانو ته د ملکیت سندونه ورکړل
رپوټ: خالد همت د کندهار ښار وال محمد رفیع حیات، د سه شنبې په ورځ د زاړه ګمرک د هغو دوکانونو مالکانو ته د ملکیت سندونه ورکړل، چي د ښاروالي له خوا ئې دښار د احمد شاهي جادې په اوږدو کي پخواني دوکانونه استملاک سوي وه. حیات له دغه دوکاندارانو څخه مننه وکړه، چي د ښار او ښاریانو له پاره ...
Read More »ولسمشر غني: د هيواد سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان د دې سیاسي بهیر برخه ګرځي
د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هيواد سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان د دې سیاسي بهیر برخه ګرځي. ښاغلي غني چي پرون ئې په ټاکنو کي د خپل ټیم د بریا په اړه غونډه کي خبري کولې وویل، ژمن دی چي ټول افغانستان ته به سوله راولي. ښاغلی غني وايي، ټاکل سوې، چي دوی ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون