په کندهار کي۹۹۰ د پیستو نیالان کښت ګرو ته ورکړل سول

رپوټ: خالد همت

په کندهار کي د کرهڼي ریاست له خوا د میرسي کورپس مؤسسې په مرسته، د درو ولسوالیو باغدارانو او کروندګرو ته ۹۹۰ د پیستو نیالان توضیح کړل سوه.

د کندهار د کرهڼي ریاست سرپرست محمد داود دوست وایي، تر اوسه پنځه نیم زره جریبه مځکي ته د پیستو نیالان د دوی له خوا د مختلفو مؤسسو په مرسته توضیح سوي دي.

دوست وایي، اوس په دغه ولایت کي باغداران او کروندګر دې ته لېواله سوي دي، چي د پیستو نیالان وکري، ځکه په کندهار کي ئې ښه نتیجه ورکړې ده.

بلخوا باغداران وایي، دوي خوښ دي چي دغه ډول نیالګي ډېر سوي دي، ځکه په دې سره به د مخدره موادو د کښت مخه ونیول سي او له دې سره به  باغدارانو ته د دغه باغونو له لاري ښه عاید په لاس ورسي.

دوی له نورو خلګو څخه هم غوښتنه کوي، چي د مخدره موادو کښت دي پرېږدي او د هغه بديل باغونه لکه د پستو یا نور دې ته ورته کښتونه دي وکړي، تر څو ښه ګټه ئې تر لاسه کړې وي.

کښت ګر له مسئولینو څخه غوښتنه کوي، چي دغه ډول د پیستي نیالان او تر څنګ ئې اصلاح سوي تخمونه نور هم دوی ته ورکړي، تر څو د نورو هیوادونو په څېر دلته هم کښت ګر له ښه کښت څخه برخمن سي او ښه اصلات لاسته راوړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...