د ننګرهار د کرهڼي او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کي د شاتو تولید د پروسږ کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړ سوی دئ.
د ننګرهار د کرهڼي او مالدارۍ ریاست د مسئولینو په خبره، سږکال په ننګرهار کي ۵۰۰ ټنه شات تولید سوي، چي لاملونه ئې د شاتو د مچیو د روزني د کاروبار ډېروالی، ښه هوا او چاپېریال دئ.
د ننګرهار د کرهڼي او مالدارۍ ریاست د شاتو مچیو د برخي مسئول وايي، چي ننګرهار د شاتو د تولید او د مچیو د روزني له پاره مناسبه هوا او ښه چاپېریال لري، چي له امله ئې پر نورو ولایتونو سربېره ان له پېښوره هم ورته د شاتو مچۍ انتقالېږي.
پروسږ کال په ننګرهار کي نږدې ۳۰۰ ټنه شاته تولید سوي وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون