د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چي په اکثر ولایتونو کي چي وسله والو طالبانو د مخابراتي شرکتونو فعالیت ته اجازه نه ورکوله، مخابراتي شبکې فعاله سوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت یوه چارواکي، ویلي، ځیني سیمي چي لوجیستيکي او تخنیکي مشکل لري، پر هغوی کار کيږي څو ټول مخابراتي سایټونه فعال سي.
وسله والو طالبانو د افغانستان په ډېرو ليرو سیمو کي مخابراتي شبکو ته د فعالیت محدوده اجازه ورکوله او د شپې له خوا په ډېرو سیمو کي شبکو کار نه کاوه.
د مخابراتي شبکو د فعالېدو خبر تر هغه وروسته خپور سو، چي په افغانستان کي د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ اعلان سوه.
په دې یوه اوونۍ کي به د افغانستان حکومت، هلته مېشت بهرني ځواکونه او وسله وال طالبان پر یوه و بل حملې نه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون