د لبنان د روغتیا وزیر حمد حسن اعلان کړی، چي د دې هيواد یوه ښځه چي د ایران څخه ور ستنه سوې ده، په کورونا وایروس اخته سوې ده او دوې نوري شکمني پېښي هم لیدل سوي دي، دا لومړی ځل دئ چي په لبنان کي د کورونا وایروس پېښه ثبت سوې ده.
بلخوا د اسرائیل د روغتیا وزارت اعلان کړی، چي په دې هيواد کي هم د کورونا لومړۍ پېښه ثبت سوې ده. دا ویروس په یوه اسرائیلي کس کي هم لیدل سوی دئ، چي له خپلو ۱۰ نورو هيوادوالو سره په هغه سیاحتي بېړۍ کي سپاره وه، چي د کورونا په شک جاپاني چارواکو قرنطین کړي وه.
ورته مهال
ایټالیا هم اعلان کړی چي د دې هيواد په شمالي لومباردي سیمه کي د
جمعې په ورځ د کورونا شپږ پېښي ثبت سوي دي.
دا لومړی ځل دئ چي له ایټالیا څخه د کورونا د وایروس د مثبتو پېښو اعلان کيږي.
د ایټالیا د لومباردي سیمه ایزو چارواکو ويلي، له دې پېښو وروسته اوس هلته د سلګونه کسانو ازمویني رواني دي چي د کورونا شک پر کيږي.
د ایران د
روغتیا وزارت هم اعلان کړی، چي په دې هيواد کي ۱۳ کسان تر اوسه په کورونا اخته سوي
دي.
یوازي ۷ پېښي په قُم ښار کي موندل سوي او څلور نوري په تهران کي او درې نوري بیا په ګیلان کي دي.
د ایران د روغتیا وزیر ویاند ویلي، له دې ډلي ۵ کسانو تر اوسه د دې وایروس له امله خپل ژوند بایللی دئ.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون