رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي کابل اډه د هيواد د ټولو ولايتونو تر څنګ د ګاونډو هيوادونو د مسافرانو له پاره يو ښه مځکنی ترمينل ګڼل کيږي، خو په دغه اډه کي موټروانان وايي، دوی په اډه کي له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دوی په خبره هغه اسانتياوي، چي بايد په يوه اډه کي موجودي وای، په ياده اډه کي له تيرو اتو کلنو څخه نسته.
دوی وايي، د نورو اساسي اړتياوو تر څنګ د اډې سړکونه ټول کنډ و کپر سوي او دلته تشنابونه هم نسته، چي موټروانان او مسافر ئې ډېر په تکلیف کړي دي.
دوی زياتوي، په دغه اډه کي ډېر هوټلونه سته، چي پیاده رو ئې بند کړی او د اډې مساحت ئې هم کم کړی دئ.
ويل کيږي، چي په اډه کي رسمي يوازي څلور هوټلونه سته، خو د ټولو هوټلونو مسئولين وايي، دوی ته ښاروالۍ جوازونه ورکړي دي.
پر ټولنيزو رسنيو د اډې د انتقال اوازې خلک اندېښمن کړي دي، دوی وايي که اډه له ښاره ليري سي، دوی ته به د موټرانو کرايې څو چنده سي او د نورو ستونزو سره به مخ سي.
خو کندهار ښاروالۍ ئې د انتقال په اړه کوم رسمي څه نه دي ويلي او نه ئې هم معلومات ورکړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون