د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولي او اسلامي عدالت انتخاباتي ډله وايي، د ولسمشرۍ انتخابات په لومړي پړاو کي ګټونکی نه لري او دوهم پړاو انتخابات باید د یوه لنډ مهاله حکومت لهخوا وسي. حکمتیار نن په کابل کي خبریالانو ته وویل، بیا ځل انتخابات باید د یوه داسي حکومت له خوا وسي چي په انتخاباتو کي ګډون ونه ...
Read More »د زابل امنیتي چارواکي: د کابل کندهار د لویي لاري امنیتي حالت به ډېر ژر ښه سي
د زابل امنیتي چارواکي وايي چي د کابل کندهار لویه لاره او همداشان هغه ولسوالۍ چي امنیتي حالت يې خراب وو، ډېر ژر به يې حالت ښه سي. د زابل په مربو طاتو کي د کابل کندهار د لویي لاري او د دې ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د امنیتي حالت د ښه کولو له پاره دا مهال دشهید سترجنرال ...
Read More »د بغلان په ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري کي ځيني کلي بیرته طالبانو ونیول
رپوټ: نورګل اندړوال دپامیر ۳۰۶ پوځي عملیاتو پرمهال له طالبانو په ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري کي زیاتي سیمي افغان ځواکونو نیولي وې، خو په ډنډشهاب الدین کي یو شمېر سیمي د سرچینو په حواله بې جګړې او په ډنډغوري کي بیا ځیني په جګړې سره بیرته طالبانو نیولي او افغان ځواکونه یې پر شا کړي دي. دبغلان اوسېدونکي ...
Read More »ولايتي شورا: امنيتي ادارې دي د خپل امنیت د ساتلو له پاره عمومي جادې او سړکونه نه بندوي
رپوټ: مهتمم صالح د يکشنبې په ورځ د کندهار ولايتي شورا په نوبتي غونډه کي د دغه شورا رئیس سيدجان خاکرېزوال وويل، د کندهار ملي امنيت او امنيه قومندانۍ د خپل امنيت د ساتلو له پاره عمومي جادې او سړکونه بند کړي دي، چي بايد دغه سړکونه بیرته خلاص کړي. دی وايي، دغه کار خلک په بېره کي اچوي او ...
Read More »عبدالله عبدالله: د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دي د رایو تفتیش او بیا شمېرنه ودروي
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالني انتخاباتي ټیم، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون غواړي، چي د رایو تفتیش او بیا شمېرنه دي ودروي. د ثبات او همپالني انتخاباتي ټیم مشر عبدالله عبدالله وايي، د خلکو له پاکو رایو به دفاع وکړي او د تقلب او درغلۍ پر وړاندي به ودرېږي. ښاغلي عبدالله چي د یکشنبې په ورځ ...
Read More »جنرال مارک میلي: امریکايي ځواکونه به څو کاله نور هم په افغانستان کي پاته وي
د امريکا د وسله وال پوځ لوى درستيز جنرال مارک ميلي ويلي، ځواکونه به يې څو کاله نور هم په افغانستان کي پاته وي. ميلي د امريکا له اې بي سي ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کي له امريکا څخه بهر د امريکايي عسکرو پر موجودیت او د ترهګرۍ پر ضد د هغوی پر رول خبري کړي دي. هغه زياته ...
Read More »رایه شمېرنه د څارونکو بنسټونو په حضور کي پیل سوه
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن اعلان وکړ چې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش له پاره د تخنیکي وسایلو بسته بندي پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو په حضور کي پیل سوې ده. دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کي، له ټولو څارونکو او د ټاکنیزو ټیمونو له استازو غوښتي چي د وخت کمی په نظر کي ونیسي او ...
Read More »د عقرب۱۷مه د افغانستان د آزادۍ یوه ملي اتل شهید محمد نادرشاه د شهادت ورځي سره برابره ده
د لړم يا عقرب ۱۷د افغانستان د آزادۍ یوه ملي اتل اعلیحضرت شهید محمد نادرشاه د شهادت ورځي سره برابره ده محمد نادر خان د سردار محمد یوسف خان زوی وو او په ١٢٦٢ هـ ل کال د حمل پر ٢١ مه زېږیدلی وو، د هغي پوهي په سبب چي په نظامي چارو کي يې درلوده د وخت د پاچا ...
Read More »ليکوالي او ژورناليستي قمراڅکزۍ وکيلي د ۷۱ کلنو په عمرپه جرمني هيواد کي له دې نړۍ سترګي پټي کړې
قمره اڅکزۍ وکيلي د غلام دستګير خان اڅکزي لور په ۱۹۴۸ ميلادي کال کي د کندهار ښار د ده خواجې په سیمه کي زيږېدلې ، لومړنۍ زده کړي يې د کندهار په زرغونه انا ليسه کي او لوړي زده کړي يې په کابل پوهنتون د ښووني او روزني په پوهنځي کي بشپړي کړي وې.دوه کاله يې د کندهار زرغونې انا ...
Read More »په کندهار کي د ځوانانو، کوچنيانو او سپین ږيرو له خوا د سولي لاريون وسو
رپوټ: مهتمم صالح د جمعي په ورځ په کندهار کي د ځوانانو، کوچنيانو او سپين ږيرو له خوا د سولي لاريون وسو. لاریون کوونکي وايي، نور له جنګه ستړي سوي دي او نه غواړي افغان تر دې ډېر د دغه تفل سوي جکړې قرباني سي. دوی وايي، په هر کور کي يو شهيد او يو معلول سته او لاهم دغه ...
Read More »
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون