د بغلان په ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري کي ځيني کلي بیرته طالبانو ونیول

رپوټ: نورګل اندړوال
دپامیر ۳۰۶ پوځي عملیاتو پرمهال له طالبانو په ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري کي زیاتي سیمي افغان ځواکونو نیولي وې، خو په ډنډشهاب الدین کي  یو شمېر سیمي د سرچینو په حواله بې جګړې او په ډنډغوري کي بیا ځیني په جګړې سره  بیرته طالبانو نیولي او افغان ځواکونه یې پر شا کړي دي.
دبغلان اوسېدونکي په دې اړه نیوکي کوي او وايي ډېر وخت په زیاتو لګښتونو په بغلان کي پوځي عملیات کیږي خو بیرته په اسانۍ سره طالبان پر واکمن کیږي.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په استولو ویډیو ګانو کي هم ادعا کړې، چي د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین ځيني کلي یې نیولي او افغان نظامیانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
دبغلان ولایتي اداره په دې اړه رسنیو سره خبري نه کوي.
خو دعملیاتو د پيل په ورځ دبغلان امنیه قومندان ویس صمیمي او دعملیاتو په لړ کي د ملي اردو د لېوا قومندان  ویلي وه، چي دا ځل به په هيڅ صورت سیمي طالبانو ته پرې نه ږدي.
ځايي سرچینې وايي چي طالبانو له پرون راهیسي د ډنډ شهاب الدین په مربوطاتو کي د خلازیو او لالکيو سیمي او په ډنډ غوري کي بیا  دجوی نو سیمي زیاتي برخي طالبانو نیولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...