رپوټ: مهتمم صالح
د يکشنبې په ورځ د کندهار ولايتي شورا په نوبتي غونډه کي د دغه شورا رئیس سيدجان خاکرېزوال وويل، د کندهار ملي امنيت او امنيه قومندانۍ د خپل امنيت د ساتلو له پاره عمومي جادې او سړکونه بند کړي دي، چي بايد دغه سړکونه بیرته خلاص کړي.
دی وايي، دغه کار خلک په بېره کي اچوي او فکر کوي، چي امنيتي سرچنې يې امنيت نه سي ساتلای.
دغه راز خاکرېزوال وايي، ولايت مقام او نوري ادارې دي، د مېلمنو د راتګ پر مهال د ښار مهم سړکونه نه بندوي، چي د خلکو د ازيت سبب کيږي.
دغه راز د ولايتي شورا رئيس وايي، په ښار کي مهم سړکونه کنډه و کپر دي، چي خلک د بای پاس او نورو سړکونو څخه شکايت کوي، چي بايد ښاروالي دغه سړکونه ژر تر ژره جوړ کړي.
دی وايي، په داغه خاطر يې ښاروال هم ولايتي شورا ته راغوښتی وو او دغه ستونزه يې ورسره شريکه کړه، چي هغه يې د حلېدو ډاډ ورکړی دئ.
دغه راز د کندهار ښاروال محمد رفيع حيات د ولايتي شورا په غونډه کي وويل، دوی د نورو پروژو تر څنک د بای پاس سړک پروژه چي نړیوال بانک يې پيسې ورکوي هم لري، چي سروې يې سوې او په يوه مياشت کي به یې د جوړېدو چاري پيل سي.
دی وايي، اوس په ټوله ښار کي د سړکونو د پینه کارۍ چاري شروع سوي او د دوهمي حوزې اړوند له هندو چوک څخه تر کابل بانک پوري دغه سړک به هم ورغول سي.
له تيرو اتلس کلونو څخه د کندهار ښار د بای پاس سړک د زابر غاړي برخه نه ده جوړه سوې، چي خلک یې د ګڼو ستونزو سره مخ کړي او پر ياد سړک ډېر موټران هم چپه سوي دي، چي خلکو ته یې مالي زيانونه رسولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون