د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالني انتخاباتي ټیم، د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون غواړي، چي د رایو تفتیش او بیا شمېرنه دي ودروي.
د ثبات او همپالني انتخاباتي ټیم مشر عبدالله عبدالله وايي، د خلکو له پاکو رایو به دفاع وکړي او د تقلب او درغلۍ پر وړاندي به ودرېږي.
ښاغلي عبدالله چي د یکشنبې په ورځ یې د لویي جرګې په تالار کي یو شمېر پلویانو ته خبري کولې، ټینګار وکړ چي کمېسیون دي د رایو د بیا شمېرني په اړه پر خپلي پریکړي له سره غور وکړي.
عبدالله عبدالله دغه شان وویل چي، د هغو درې لکو رایو برخلیک چي د نوموړي په خبره غیر معتبري دي او له وخت مخکي او وروسته اچول سوي هم باید روښانه سي.
ښاغلي عبدالله خبرداری ورکړ، که یې غوښتني ونه منل سي، پر نورو سوله ییزو لارو او اقداماتو به غور وکړي.
دا په داسي حال کي ده چي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرون په ټولو ولایتونو کي د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د بیا تفتیش او شمېرني له پاره د موادو د لېږد چاري پیل کړي او په کابل کي یې دا بهیر په رسمي ډول پيل کړ.
په ورته وخت کي د دولت جوړوونکي ټيم لومړي مرستیال د ډاکتر عبدالله عبدالله د یادو څرګندونو په غبرګون پر خپله فيسبوک پاڼه لیکلي چي ډاکتر عبدالله د ټاکنیزو کمېسیونونو او دولتي ادارو د کارکوونکو په ګمارنه کي په مستقیم یا حضوري ډول رول درلودلی، که د دغه کمېسیون کفایت تر پوښتني لاندي دئ، په یادو بې کفایتۍ کي د اجرائيه ریاست رول څه دئ؟
هغه زیاته کړې: «تر ټولو اسانه لار له خپل مسئولیت څخه د اوږو تشول، د دښمنۍ رامنځته کول او د خیالي مخالفت رامنځته کول دي څو ځان ته برائت ورکړو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون