جنرال مارک میلي: امریکايي ځواکونه به څو کاله نور هم په افغانستان کي پاته وي

د امريکا د وسله وال پوځ لوى درستيز جنرال مارک ميلي ويلي، ځواکونه به يې څو کاله نور هم په افغانستان کي پاته وي.

ميلي د امريکا له اې بي سي ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کي له امريکا څخه بهر د امريکايي عسکرو پر موجودیت او د ترهګرۍ پر ضد د هغوی پر رول خبري کړي دي.

هغه زياته کړې، امريکايي ځواکونه چي له تېرو شاوخوا ١٨ کلونو راهيسې په افغانستان کي دي، څو کاله به نور هم هلته پاته وي.

جنرال ميلي ويلي: موږ افغانستان ته د دې له پاره ولاړو چي دغه هيواد بيا د ترهګرو ځاله نه سي او بيا پر متحدو ایالتونو بريد ونه کړي.

د نوموړي په وينا، دغه ماموريت لا بشپړ سوی نه دئ او د  بري له پاره یې افغان حکومت او د افغانستان ځواکونه بايد د خپل هيواد د امنيت ساتلو جوګه سي او پرې نه ږدي چي ترهګر يې له هېواده پر نورو هيوادونو، په ځانګړې توګه پر امريکا بريد وکړي.

خو د امريکا لوى درستيز مشخصاً دا نه دي ويلي چي په افغانستان کي به يې ځواکونه څو کاله نور وي، خو له دې مخکي امريکایي چارواکو په ډاګه کړې وه چي په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو موجودیت په حالاتو او شرايطو پوري تړلی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...