راپورونه

افغانستان د آی اس آی له لوري په اسلام اباد کي د افغان سفیر پر احضارولو اعتراض کړی

افغانستان د آی اس آی له لوري په اسلام اباد کي د افغان سفیر پر احضارولو اعتراض کړی. د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کي د پاکستان د استخباراتو دا کار د نړیوالو دپلوماتیکو اصولو خلاف بلل سوی دئ. په اعلامیې کي راغلي چي د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پوځي اطلاعاتو سازمان (آی اس آی) ...

Read More »

عام خلګ ولایتي شورا ته: ملي امنيت ځواکونو يې بې کناه خلک بنديان کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح د يکشنبې په ورځ د کندهار ولايتي شورا ته د هرات، فراه، هلمند او غزني ډېر شمېر اوسېدونکي عارض سوي وه، چي د ملي امنيت ځواکونو د دوی ډېری بې ګناه خلک نيولي دي او له تيرو پنځو مياشتو څخه يې دوسيې نه دي څېړل سوي. د کندهار د ولايتي شورا رئیس سيدجان خاکرېزوال وايي، دوی په ...

Read More »

سږ کال په افغانستان کي د خبريالانو په وړاندي د تاوترخوالي ۱۰۵ پېښي ثبت سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح د نوومبر دوهمه په ټوله نړۍ کي د خبريالانو په وړاندي د جرايمو د معافيت د مخنیوي د نړيوالي ورځي په توګه لمانځل کيږي. په کندهار کي دغه ورځ د خبريالانو، مدني فعالانو، امنيتي ځواکونو او ولايت مقام د مسئولينو لخوا ولمانځل سوه. په مراسيمو کي د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر احمد لودين وویل، په نوې ...

Read More »

د سوریې په شمال کي د چاودني له امله ۱۳ ملکي کسان وژل سوي دي

د سوریې په شمال کي پرون د ترکیې پولي ته په نژدې ښار کي د چاودني له امله ۱۳ ملکي کسان وژل سوي دي. دا خبر ترکي چارواکو تائید کړی دی. په چاودنه کي ۲۰ ملکي کسان هم ټپیان شوي دي. چاودنه د تل ایاب په ښارګوټي کې یوه بازار ته نږدې شوې ده. په سوریه کي د بشري حقونو ...

Read More »

وروستيو بارانونو په کندهار کي ۸۰ سلنه انار زيانمن کړي دي

رپوټ : مهتمم صالح په کندهار کي د تيرو ورځو بارانونو چي شاوخوا لس ميلي متر اورېدلی وو، انارو ته یې ډېر زيانونه اړولي دي. د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ باغ لرونکي وايي، دغه بارانونو د دوی انار شا وخوا اتيا سلنه زيانمن کړي دي. دوی زياتوي سږکال انارو ته مارکېټ نسته په ډېره کمه بیه خرڅیږي او دغه راز ...

Read More »

په کندهار کي د ۹ ناروغیو لپاره د تقويتي واکسين کمپاين پر مهال به ۱۶۲۰۰ تر يوه کال کم عمره کوچنيان واکسین کړل سي

رپوټ :  مهتمم صالح په کندهار کي د پوليو او شري تر څنګ د نهوو بیلابیلو ناروغيو په وړاندي د واکسين کمپاين پیل سو، چي ټولو هغه کوچنيانو چي عمر يې تر يوه کال کم تطبیق کړل سي. د کندهار د عامي روغتيا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، دغه کمپاين په ښار او ولسواليو کي تطبیقيږي چي پر مهال به ...

Read More »

د ټاکنو خپلواک کميسیون سبا په ولایتونو کي د رايي بیا شميرني بهیر پیلوي

رپوټ : عبدالفريد عليزی د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسیون ته د درملوګ کمپنۍ له خوا د معتبرو رایو د کره شميرې له ورکړي وروسته، اوس دا کميسیون په ولایتونو کي د رایو بیا شميرنه پیلوي. د دې کميسیون یوه غړې رحيمه ظریفي وايي چي په ۳۴ ولایتونو کي به د رایو بیا شميرنه او تر څنګ به یې د ...

Read More »

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په ښار کي د سوالګرو ښځو شمېر ورځ تر بلي ډېريږي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي خلک ډېر وخت د خيرات غوښتونکو کوچنيانو او ښځو څخه شکايت کوي. اوس هم د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، په ښار کي د سوالګرو ښځو شمېر ورځ تر بلي ډېريږي، چي خلګ يې له بېلابیلو ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي، دغه خیرات غوښتونکي چي ډېري يې حرفوي دي، خيرات غوښتل يې کار ...

Read More »

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، ځیني پوليس د دوی سره سمه رویه نه کوي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي ډېر وخت خلګ د پوليسو د بد چلند څخه شکايت کوي، اوس په دغه ولايت کي ځوانان وايي، چي پولیس د تلاښۍ پر مهال له خلګو سره بد چلند کوي، هغوی بې عزته کوي او وسايطو ته يې زيان رسوي. دوی وايي، کله چي ځيني کسان د دوړو او يا امنیتي ستونزو له امله ...

Read More »

په کندهار کي د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري ۴۲۷ پروژې د بشپړېدو په حال کي دي

رپوټ: مهتمم صالح د چهارشنبې په ورځ په ولایت مقام کي د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري او کلیوالي پراختیايي څانګو د همږغۍ غونډه جوړه سوه، چي پر مهال یې د یاد پروګرام د بېلابېلو برخو مسئولینو، د کلیوالي او ولسوالیو شوراګانو غړو، ولسوالانو او نورو کسانو ګډون کړی وو. کندهار والي حیات‌الله حیات د ولسي تړون ملي پروګرام ...

Read More »