وروستيو بارانونو په کندهار کي ۸۰ سلنه انار زيانمن کړي دي

رپوټ : مهتمم صالح

په کندهار کي د تيرو ورځو بارانونو چي شاوخوا لس ميلي متر اورېدلی وو، انارو ته یې ډېر زيانونه اړولي دي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ باغ لرونکي وايي، دغه بارانونو د دوی انار شا وخوا اتيا سلنه زيانمن کړي دي.

دوی زياتوي سږکال انارو ته مارکېټ نسته په ډېره کمه بیه خرڅیږي او دغه راز په پاکستان کي ورباندي ماليه ډېره لوړه ده، نو ځکه تر اوسه ټول انار په باغونو کي دي، او وروستیو بارانونو ډير انار خراب کړل

د دوی په وينا تر اوسه هوا ګرمه ده که يې انار مخکي هم شکولي وايي، بیا یې هم نه سوای ساتلای نو ځکه يې په باغونو کي پرېښول.

دوی د مسولو چارواکو څخه غوښتنه کوي، چي هغه شل سلنه پاته انارو ته مارکېټ پيدا کړي تر څو ور اوښتی تاوان تر يوه حد جبران کړل سي.

پر همدې مهال د کندهار د کرني ریاست د طبعي سرچينو امر محمد حميد سعادت وايي، انار زخمي سوي دي او اوس نورو هيوادونو ته د وړلو ظرفيت نه لري.

دی وايي، سږکال  له لويه سره د انارو کيفيت نه وو ښه، خو اوس نور هم زیانمن سوي دي.

سعادت وايي، په سر کي انارو د يخ له امله شبته کړې وه، چي وروسته یې دوهم ګل انار ونيول خو د ګرمۍ له امله په ځنډ پاخه سوه.

د دې سره هم مهاله د کندهار سوادګر وايي، هوايي دهلېز يوازي په نوم جوړ سوی دی، او له دې ولايت څخه په ټول کال کييوه الوتکه وچه يا لنده مېوه نورو هيوادونو ته نه ده وړل سوې

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...