د سوریې په شمال کي د چاودني له امله ۱۳ ملکي کسان وژل سوي دي

د سوریې په شمال کي پرون د ترکیې پولي ته په نژدې ښار کي د چاودني له امله ۱۳ ملکي کسان وژل سوي دي.

دا خبر ترکي چارواکو تائید کړی دی.

په چاودنه کي ۲۰ ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

چاودنه د تل ایاب په ښارګوټي کې یوه بازار ته نږدې شوې ده.

په سوریه کي د بشري حقونو د څارني ډله چي مرکز یې په لندن کي دی او خپلواکي پلټنې کوي پرون ویلي چي ۱۴ کسان وژل سوي چي یو شمير يې د ترکیې پلوي مليشې وې.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي چي برید د سوریې په شمالي سیمو کي د کردانو د مليشه ځواک له خوا سوی.

خو انقره یادې ملیشې له “پي کې کې” سره تړلي او ترهګر بولي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...