په کندهار کي د ۹ ناروغیو لپاره د تقويتي واکسين کمپاين پر مهال به ۱۶۲۰۰ تر يوه کال کم عمره کوچنيان واکسین کړل سي

رپوټ :  مهتمم صالح

په کندهار کي د پوليو او شري تر څنګ د نهوو بیلابیلو ناروغيو په وړاندي د واکسين کمپاين پیل سو، چي ټولو هغه کوچنيانو چي عمر يې تر يوه کال کم تطبیق کړل سي.

د کندهار د عامي روغتيا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وايي، دغه کمپاين په ښار او ولسواليو کي تطبیقيږي چي پر مهال به يې ۱۶۲۰۰ تر يوه کال کم کوچنيان د ۳۹ ټېمونو لخوا واکسين کړل سي.

پخلا وايي، دغه زرقي واکسين څلور پړاوه دئ او هر پړاو يې شل ورځي وخت نیسي، او په خبره یې د پوليو او شري واکسين هغه کوچنيانو ته هم لګول کيږي چي عمرونه يې تر پنځو کالو کم وي.

پر همدې محال د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب وويل ، ټولي کورنۍ مسولیت لري، چي د خپلو کوچنيانو د ښې روزني په موخه د هغوی روغتیا ته پاملرنه وکړي.

نوموړی وايي، د واکسين په دغه کمپاین کي باید د مسجدونو امامان، قومي مشران، مدني فعلان او دټولني هر وګړی همکاري وکړي، ځکه چي دا یوه ملي پروسه ده.

بلخوا دیني علماء هم وايي، خلک بايد له ناروغيو څخه لیري سي او ځکه کله چي انسان روغ وي نو د الله ج عبادت په سمه توګه کولای سي.

د کندهار ولایت مقام مرستیال والي عبدالحنان منیب همداراز وويل ، چي مخکي به د ولسوالیو خلګو د واکسین په برخه کي همکاري نه ښودله، خو اوس خوشبختانه د ولایت مقام په همکاري، ولسوالانو ته دا هدایت وسو چي د ولسوالیو د خلګو سره دي د واکیسن په برخه کي همکاره  و اوسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...