افغانستان د آی اس آی له لوري په اسلام اباد کي د افغان سفیر پر احضارولو اعتراض کړی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کي د پاکستان د استخباراتو دا کار د نړیوالو دپلوماتیکو اصولو خلاف بلل سوی دئ.
په اعلامیې کي راغلي چي د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پوځي اطلاعاتو سازمان (آی اس آی) له خوا په اسلام آباد کي د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفیر احضارولو او د دې سازمان د پوځیانو د ناوړه چلند په تړاو د خپل کلک اعتراض او اندېښني مراتب اظهاروي او دا عمل د ډېپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف بولي.
په اعلامیې کي ویل سوي نه دي چي له افغان سفیر سره څه ډول ناوړه چلند سوی دئ او نه هم روښانه ده چي ولي د هغه هیواد استخباراتو افغان سفیر احضار کړی دئ.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون