د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ایران د القاعدې په مرسته افغانستان ته جنګیالي استوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايې چي القاعده د ایران په مرسته افغانستان ته جنګیالي استوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم په اړه په خپل تازه رپوټ کي د ۲۰۱۸ کال د ترهگریزو فعالیتونو په اړه راپور خپور کړی دئ.

په راپور کي ایران تورن سوی دئ چي “تهران لا هم د القاعده شبکې یو پناه ځای ته اجازه ورکړې چي هلته فعالیت وکړي او دغه شبکه د افغانستان او سوریې جنګي سیمو ته پيسې او جګړه ماران استوي. “

راپور وايي سره له دې چي د القاعده ډلي مشرتابه دړي وړي سوی، خو بیا هم د دغي ډلي ځینې څانګي او غړي د هند په نیمه وچه کي فعالیت کوي.

په راپور کي همدغه راز په افغانستان کي د داعش، طالبانو او حقاني شبکې د خونړیو بریدونو یادونه هم سوې ده چي ګڼ ولسي افغانان پکښي وژل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...