راپورونه

د انتخاباتو کمېسیون غونډه د یو شمېر مخالفتونو له کبله بې نتیجې سوه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتي ټکټونو له استازو سره د جمعې د ورځي غونډه يې د یو شمېر مخالفتونو له کبله بې نتیجې پایته ورسېده. د اختلاف د حل په هدف نن (عقرب ۱۸مه) یو ځل بیا دواړه لوري سره کښېني. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د جمعې په ماښام (عقرب ...

Read More »

د حضرت محمد (ص) د ميلاد ورځ په ټول هيواد کي په خيراتونو او ختمونو ولمانځل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د ربیع الاول لومړۍ خور دوولسمه د اسلام  د ستر لارښود حضرت محمد ص د زېږېدني او رحلت ورځ ده، چي د ټولي نړۍ د مسلمانانو له خوا لمانځل کيږي. دغه ورځ د ټول هيواد تر څنګ په کندهار کي هم په اسلامي مراسمو ولمانځل سوه. د کندهار د علماء شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني وايي، دغه ...

Read More »

داخلي بې ځایه سوو، را ستنېدونکو او د شهیدانو وارثانو ته به مځکي ورکول سي

د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزات مسولین وايي، په نژدې راتلوونکي کي به په کندهار کي داخلي بې ځايه سوو، راستنېدونکو او د شهيدانو وارثينو ته د مځکو د ويش لړۍ پيل سي. رحمت الله حکيمي وايي، دولسمشر د ۱۰۴ او ۳۰۵ نمبر فرمان پر اساس دغه مځکي هغه کسانو ته ورکول کيږي، چي مستحق وي، چي ...

Read More »

د کوچنيانو اختطاف خلګ اندېښمن کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي ډېر وخت پر ټولنيزو رسنيو د کوچنيانو د ورکېدو خبرونه خپريږي، چي يو شمېر کوچنيان يې اختطافيږي هم. په جنوب غرب حوزه کي د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مسئولين اندېښنه لري، چي په دغه ولايت کي د کوچنيانو د اختطاف پيښي ورځ تر بلي ډېريږي. د دغه کمېسيون سرپرست شمس الدين تنوير وايي، دوی ...

Read More »

د تاجکستان چارواکي: له افغانستانه داعش د دوی پر یوې پوستې حمله کړې ده

د تاجکستان چارواکي وایي د داعش یو شمېر وسله والو له افغانستان سره سرحد ته نژدې د تاجکستان پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دئ. د تاجکستان امنیتي چارواکو پرون وویل چي په دغه برید کي د دوی یو پولیس، یو پوله ساتونکی سرتېری او ۱۵ بریدګر وژل سوي دي. تر دې دمه لا د داعش ډلې په دې اړه ...

Read More »

د سترجنرال عبدالرازق د روزنيز مرکز څخه ۲۴۶ تنه نارینه او ښځينه پوليس فارغه سوه

رپوټ: مهتمم صالح د سه شنبې په ورځ په کندهار د سترپاسوال عبداالرازق د روزنيز مرکز څخه ۲۴۶ تنه نارينه او ښځينه پوليس فارغه سوه، چي څلور تنې ښځينه او نور نارينه وه. د دغه فراغت غونډي پر مهال د کورنيو چارو وزارت تعلماتي معين ستر جنرال عبدالجبار پردلي وويل، کورنيو چارو وزارت هڅه کوي، چي پولیس په هر برخه ...

Read More »

اسدالله خالد: کوم هیوادونه چي د تروریستانو ملاتړ کوي، دا اور به هغو هیوادونو ته هم ورسېږي

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، د پاکستان په ګډون هغه هیوادونه چي په افغانستان کي د جګړې له پاره له تروریستي ډلو څخه ملاتړ کوي، باید پوه سي چي تروریزم پوله نه لري او دا اور به د هغوی لمنو ته هم ورسېږي. ښاغلي خالد له امریکا ږغ سره په ځانګړې مرکه کي وویل، چي د ...

Read More »

عبدالله عبدالله د جمهور رئیس اشرف غني اووه ماده ایزه طرحه رد کړه

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان د سولي په هکله د جمهور رئیس اشرف غنی اووه ماده ایزه طرحه رد کړې او د دې طرحي مواد یې له واقعیت څخه ليري گڼلي دي. ولسمشر غني تېره میاشت د طالبانو سره د سولي له پاره خپله طرحه اعلان کړه. د طالبانو سره د هر ډول مذاکراتو له پیل دمخه د یو ...

Read More »

اوسني بارانونو په کندهار کي اتیا فیصده انارو ته زیان رسولی دئ

رپوټ: مهتمم صالح د تيرو ورځو بارانونو په کندهار کي له اويا څخه تر اتيا سلنه انارو ته زیان رسولی دئ. اوس په دغه ولايت کي باغداران وايي، انار يې بهرنيو هیوادونو ته د وړلو ظرفيت نه لري، نو دولت دي دلته د پروسس او بازار زمينه ورته برابره کړي. دوی وایي، هوايي دهلېزونه يوازي په نامه دي، خو په ...

Read More »

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ایران د القاعدې په مرسته افغانستان ته جنګیالي استوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايې چي القاعده د ایران په مرسته افغانستان ته جنګیالي استوي. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د تروریزم په اړه په خپل تازه رپوټ کي د ۲۰۱۸ کال د ترهگریزو فعالیتونو په اړه راپور خپور کړی دئ. په راپور کي ایران تورن سوی دئ چي “تهران لا هم د القاعده ...

Read More »