د افغانستان د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزات مسولین وايي، په نژدې راتلوونکي کي به په کندهار کي داخلي بې ځايه سوو، راستنېدونکو او د شهيدانو وارثينو ته د مځکو د ويش لړۍ پيل سي.
رحمت الله حکيمي وايي، دولسمشر د ۱۰۴ او ۳۰۵ نمبر فرمان پر اساس دغه مځکي هغه کسانو ته ورکول کيږي، چي مستحق وي، چي په داغه خاطر يې په کندهار کي اړوندو ادارو ته يو ورځنی ورکشاپ هم ورکړی دئ.
حکيمي وايي، په افغانستان کي تر درې میليونه زیات داخلي بې ځايه سوي سته، چي د جنګونو او وچکالیو له امله له خپلو ځایو بې ځايه سوي دي.
دی وايي، داخلي بې ځايه سوي او کډوال کور و کار ته اړتيا لري، نو په داغه خاطر دغه مځکي ورته وېشل کيږي.
د کندهار د والي وياند وايي، کندهار والي هم د اړمنو خلګو سره د مرستي او سرپنا پیدا کولو په خاطر د ښارجوړوني او مځکي د وزير سره ليدلي، چي په دامان، ژړۍ، ميوند او پنجوايي ولسواليو کي مځکي دغه خلګو ته ورکړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون