د حضرت محمد (ص) د ميلاد ورځ په ټول هيواد کي په خيراتونو او ختمونو ولمانځل سوه

رپوټ: مهتمم صالح

د ربیع الاول لومړۍ خور دوولسمه د اسلام  د ستر لارښود حضرت محمد ص د زېږېدني او رحلت ورځ ده، چي د ټولي نړۍ د مسلمانانو له خوا لمانځل کيږي.

دغه ورځ د ټول هيواد تر څنګ په کندهار کي هم په اسلامي مراسمو ولمانځل سوه.

د کندهار د علماء شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني وايي، دغه ورځ د نړۍ په تاریخ کي یوه د فضیلت څخه ډکه ورځ بولي او وايي چي مسلمانو باید په دغه ورځ تر خپله وسه خیراتونه وکړي، او په خوښۍ يې ولمانځي.

مولوي فيضاني وایي، کله چي رسول الله مبارک دې دنیا ته سترګي خلاصي کړې نو نړۍ د یو لړ خارق العاده او عجیبو پېښو شاهده وه، چي هغو پیښو ته ډیري ورته دي چي د حضرت موسی او حضرت عیسی(ع)  د زوکړي په وخت  کي سوي وې.

دغه راز د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وايي، دوی په دې موخه چي دغه ورځ لمانځي چي رسول الله ص د خپل امت لپاره ډېري قربانۍ ورکړي او د خپل امت له پاره يې ډېري اوښکي توی کړي دي.

دوی وايي، د اسلام ستر لارښود (ص) يو امين او رښتنی شخص وو، چي دا دوی ته دا پیغام ورکوي، چي بايد په خپلو ورځنیو چارو او کاروبارو کي رشتني او امانت ساتونکي اوسو.

افغان دیني عالمان وایي، ځیني کسان هڅه کوي چي د افغانستان اسلامي ارزښتونو له منځه یوسي او د مسلمانانو پخوانۍ عقیدې بدلي کړي.

د دوی په خبره کوم کسان چي ددغي ورځي د نه لمانځلو امر کوي هغوی له اسلامي ارزښتونه نا خبره دي.

د حضرت محمد ص د ولادت په میاشت کي ټول دیني عالمان په دې نظر دي چي محمد ص په ربیع الاول یا لومړۍ خور میاشت کي پیدا سوی وو، خو د هغه د زوکړي په ورځ کي لږ څه اختلافات موجود دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...