د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وايي، د پاکستان په ګډون هغه هیوادونه چي په افغانستان کي د جګړې له پاره له تروریستي ډلو څخه ملاتړ کوي، باید پوه سي چي تروریزم پوله نه لري او دا اور به د هغوی لمنو ته هم ورسېږي.
ښاغلي خالد له امریکا ږغ سره په ځانګړې مرکه کي وویل، چي د اسلامي دولت په نامه د داعش ډله او طالبان له یو بله جلا نه دي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست په دې اړه چي آیا روسیه او ایران له طالبانو څخه ملاتړ کوي؟ وویل: تروریزم حد او پوله نه لري، که ځیني کسان له داعش سره د دښمنۍ له پاره دا کار کوي، یا د داعش په مقابل کي له طالبانو څخه استفاده کوي، خو د ورځي په پای کي موږ د داعش او طالبانو ترمنځ جلاوالی نه وینو.
د ښاغلي خالد په وینا، که په سیمه کي کوم هیواد له طالبانو څخه، چي په وینا یې د تروریزم مور ده، ملاتړ کوي، نو لویه اشتباه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون