د
لړم يا عقرب ۱۷د افغانستان د آزادۍ یوه ملي اتل اعلیحضرت شهید
محمد نادرشاه د شهادت ورځي سره برابره ده
محمد نادر خان د سردار محمد یوسف خان زوی وو او په ١٢٦٢ هـ ل کال د حمل پر ٢١ مه زېږیدلی وو، د هغي پوهي په سبب چي په نظامي چارو کي يې درلوده د وخت
د پاچا له خوا د دفاع د وزير په توگه و ټاکل سو.
د امير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د پاچا امان الله خان په دربار کي د ده خورا
عزت کېدئ .
په ١٣٠٣ هـ ل کال کي په فرانسه کي د افغانستان د سفیر په صفت وټاکل سو خو په ۱۳۰۵ کي د سفارت څخه استعفی ورکړه او هلته ( فرانسه )
کي پاته سو، خو کله چي پاچا امان الله خان ته د نا ارامۍ اور بل سو او حبيب الله
کلکاني ته د هيواد چاري ورسېدې، نو نادر خان بیرته هیواد ته راغئ او لوی لښکر يې
برابر کئ .
هغه وو چي د ١٣٠٨ هـ ل کال د ميزان پر ١٦مه نېټه د نادر خان عسکرو د ده د ورور شاه ولي خان
په ملگرتيا کابل و نيوئ . د ميزان پر ٢٣مه نېټه يې د سقاو زوی دمنځه يوووړ او دی د هيواد د
پاچا په توگه و منل سو.
پاچا محمد نادرخان د نن څخه ۸۶ کاله تر مخه (د ۱۳۱۲ هجري شمسي کال د عقرب پر ۱۷ چي
د ۱۹۳۳ ميلادي کال د نومبر ۸ وه پداسي حال کي چې د نجات د لېسې فارغانو ته يې
شهادتنامې ورکولې د ذکرسوي لیسې د یو تن شاګرد چي عبدالخالق نومیدئ د توپنچې په
ډزو وویشتل سو او ووژل سو، چي تر ده ورورسته یی مشر زوی اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د
افغانستان ټولواک په توګه پاچا سو.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون