په کندهار کي د ځوانانو، کوچنيانو او سپین ږيرو له خوا د سولي لاريون وسو

رپوټ: مهتمم صالح

د جمعي په ورځ په کندهار کي د ځوانانو، کوچنيانو او سپين ږيرو له خوا د سولي لاريون وسو.

لاریون کوونکي وايي، نور له جنګه ستړي سوي دي او نه غواړي افغان تر دې ډېر د دغه تفل سوي جکړې قرباني سي.

دوی وايي، په هر کور کي يو شهيد او يو معلول سته او لاهم دغه جکړه ځوانان، سپین ږيري، ښځي او کوچنيان قرباني کوي، چي ورسره د زده کړي او پرمختګ مخه هم نیول سوې ده.

په لاريون کي يتيم کوچنيان وايي، پلرونه يې د جګړې له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی دئ او اوس په کورونو کي د ګټي سړي نه لري.

لاريون کوونکي د جنګ له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي، چي نور له جګړې لاس واخلي او بین الافغاني مذاکرات وکړي.

لاريون کوونکو د يوه پرېکړه ليک پر مهال وويل، د جنګ ښکېلي غاړي بايد اوربند، سوله او بین الافغاني مذاکزات وکړي او د ملکي وګړو مرګ ژوبله دي ژر تر ژره ودروي.

دوی د نړيوالي ټولني څخه وغوښتل چي د بین الافغاني مذاکراتو زمينه برابره کړي.

د يادولو وړ ده، چي دغه لاريون د کندهار تر څنګ په یوولسو نورو ولایتونو کي هم وسو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...