Author Archives: asad noori

د افغان ترک ښوونځیو د مدیریت د لیږد تړون لاسلیک سو

د افغانستان او ترکیي پوهني وزارتونو ترمنځ د یوه تړون له مخي د افغان ترک ښوونځیو مدیریت، چي وړاندي تر دي د چاغ ایجوکیشنل په نامه موسسي پر غاړه و، د ترکیې د معارف بنسټ ته ولېږدول سو. ددي انتقال موخه د یادو ښوونځیو د کمیت او کیفیت لوړېدل دي، چي د دواړو هیوادونو د پوهني وزارتونه به یې تنظیموي. ...

Read More »

ایران به د سوریې پر ترهګرو باندي خپلو بریدونو ته دوام ورکړي

د ایران د پوځ لوی درستیز ویلي، ایران او د سوریې حکومت به په سوریه کي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‎ خوا د اوربند د تصویب سوې پرېکړې لپاره ژمن پاته سي. خو د هغه په خبره د دمشق له ښاره بهر ځیني هغه سیمي چي د ترورېستانو په لاس کي دي، په دي اوربند کي نه ‎دي ...

Read More »

د هلمند په کجکي کي د برېښنا پر سر د سیمي د اوسېدونکو او برېښنا شرکت تر منځ ستونزي راپورته سوي

د برېښنا شرکت مسولین وايي، د کجکي اوسېدونکو ته د دریو میګاواټه برېښنا حق ورکړل سوی وو خو دوی شپږ میګاواټه برېښنا کارول چي دې چاري د کندهار او هلمند برېښنا ټکنۍ کړې وه. درې ورځي وړاندي د برېښنا مسٔولینو پرېکړه وکړه، چي د کجکي خلکو ته درې میګاواټه برېښنا ورکړي خو هغوی ونه منل او هلته یې د برېښنا ...

Read More »

د روزګان په مرکز ترینکوټ کي وسله والو طالبانو د پوليسو پر مرکزونو بریدونه کړي

چارواکي وايي، چي پدي نښته کي وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې. د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، چي وسله والو د چپه خاک په سیمه کي د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړې، چي جګړي ۲ ساعته دوام درلود. دی زیاته وي، چي پدي نښته کي ۵ تنه وسله وال برید کونکي وژل سوي. د ...

Read More »

افغان ترک لیسې دي څوک د سیاست نه قرباني کوي

راپور: محمد یار مجروح د افغان ترک لیسې د زده کوونکو والدینو په کندهار کي د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چي د افغانستان نظام دي د یو بامسٔوولیته مرکزي نظام په توګه د خلګو له حقونو څخه دفاع وکړي او د خلګو څخه دي د انتخاب حق نه اخلي. دغه کسانو وویل، چي افغانان نړیوالو بشري مرستو ته ...

Read More »

کندهار ته ۲۲۱۰۰۰ جلده درسي کتابونه را ورسېدل

ښوونځيو ته د يادو درسي کتابونو د وېش لړۍ د یکشنبي په ورځ د مرستيال والي عبدالحنان منیب له لوري پيل سوه.. مرستيال والي عبدالحنان منیب د رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، چي د ولایتي ادارې په هڅو د مرکز کابل څخه ۲۲۱۰۰۰ جلده درسي کتابونه رارسېدلي چي د پوهني رياست له لوري به ښوونځيو ته وویشل  سي. ...

Read More »

د کندهار پولیسو څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او لېږد په تړاو نیولي

د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مسولین وايي، له دغه کسانو څخه یوه یې غوښتل هندوستان ته هروین ولېږدوي او دغه راز دریو تنو يې د کندهار په بېلابیلو برخو کې نشته يي توکي پلورل چي د پولیسو له خوا نیول سوي دي. د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د کندهار ...

Read More »

افغان کرکټ ملي لوبډلي په نوې شل اوریزه درجه بندۍ کي د راشد خان د لومړي مقام ګټلو بریا ولمانځل

راشد ارمان لومړی افغان لوبغاړی دی چي د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو د توپ اچونکو په نړیواله درجه بندۍ کي لومړی مقام خپلوي. د کرکټ نړیوالي شورا له لوري د شل اوریزو لوبو د توپ اچونکو په نوي اعلان سوي درجه بندۍ کي افغان توپ اچونکی راشدخان لومړی مقام خپل کړی. د راشد ارمان ددغي ستري بریا په ...

Read More »

کندهار: په سپين بولدک ولسوالۍ کي د فوټبال ولایتي سیالۍ پيل سوې

د کندهار د فوټبال فدارسیون مسئولین وايي، چي یاد ټورنمنټ د سپين بولدک ولسوالۍ په اتفاق لوبغالي کی په لاره اچول سوی، چي د کندهار ښار څخه دوو لوبډلو، یوې لوبډلي د سپين بولدک ولسوالۍ څخه، د فراه، هلمند او د چمن ښارګوټي ټيمونو په کښي ګډون کړی. په بولدک والسوالۍ کي د اتفاق لوبغالي مسئول ادم خان وايي، چي ...

Read More »

په کندهار کي د افغان – ترک لیسې د زده کوونکو والدین وايي، افغان ترک لیسې دي څوک د سیاست نه قرباني کوي

د زده کوونکو یو شمیر والدینو د مطبوعاتي  کنفرانس پر مهال وویل، چي افغان دولت دي د افغان – ترک لیسو د زده کوونکو سرنوشت ته پام وکړي او یادي لیسې دي د دوی د اولادونو پر مخ نه تړي. له ترکیې څخه د باندي افغان ترک لېسې د ناراضه ترکي روحاني فتح الله گولن له لورې تمویل او پرمخ ...

Read More »