Author Archives: asad noori

په کابل کي ځانمرګي برید مرګ ژوبله اړولي

د کورنیو چارو وزارت وايي، چي یاده حمله د یوه کورلا ډوله موټر په واسطه چي له چاوېدونکو موادو ډک و رامنځته سوې ده. نوموړي زیاته کړه چي د انتحاري حملي هدف په سیمه کي د یوې بهرنۍ کمپنۍ کارمندان و. رحیمي په دغه انتحاري حمله کي د بهرنۍ کمپنۍ کارمندانو ته د اوښتي زیان په اړه څه ونه ویل. ...

Read More »

کندهار: په خصوصي برخه کي زده کړو ته د ځوانانو لیوالتیا زیاته سوې ده

راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي د لوړو زده کړو مسٔوولین وايي، په دغه ولایت کي په زیاته اندازه ځوانانو په خصوصي مرکزونو کي په لوړو زده کړو بوخت دي چي له دولتي سکتور سره زیاته همکاري کړې ده. په کندهار کي دا مهال شاوخوا اووه د لوړو او نیمه لوړو زده کړو خصوصي موسیسې فعالیت کوي. د لوړو ...

Read More »

د کندهار ښار ترافیکي برېښنايې سیګنالونه او د چلونکو سرکښي

د کندهار د ترافیکو برېښنايي زیګنالونو نه مراعت خلک په ځانګړي ډول ترافیک له ستونزو سره مخامخ کړي. دوې وايي، د ښار پر عمومي جادو څراغونه نصب سوي خو چلونکي يې نه مراعتوي. چلونکي وايي، د ښار اکثره برېښنايې زیګنالونه خراب سوي او ښاروالۍ يې د ترمیم چاري نه دي ترسره کړي. د ښار مرکزي نقطه چیري چي ګڼه ګوڼه ...

Read More »

په تیرو پنځو ورځو کي په فراه ولایت کي تر ۵۰ زیات امنیتي سرتیري وژل سوي

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي وايي، په روانه اونۍ کي د فراه انادري ولسوالي طالبانو ونیوله اود امنیتي ځواکونودرې مهم مرکزونه د طالبانو لاس ته لویدلي. دغه لړۍ له تیرو څومیاشتو راهیسي روانه ده. بالخوا د فراه سیمه یېز چارواکي بیا طالبانوته د درنې مرګژوبلي اړولو ادعا کوي. په وروستیو پنځو ورځوکي په فراه کي د طالبانو او ...

Read More »

د کندهار د صنعتکارانو اتحاديه: د ځینو ستونزو له امله ورځ تر بلي فعاله فابریکي بندیږي

دوی له حکومته غواړي چي د دوی ستونزي حل کړي او صنعتکاران حمایه کړي. بلخوا د بریښنا ریاست مسٔولین وايي، صنعتي پارک ته به د بریښنا جریان زیات کړي. د کندهار د صنعت کارانو د اتحاديي مرستیال فضل الحق مشکانی او نورو صنعتکارنو په یوه غوڼده کي وویل، چي د ډیرو ستونزو او خڼدونو سره يې بیا هم صنعتي پارک ...

Read More »

د ۲۰۵ اتل قول مسٔوولین وايي، د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو د افغان ځواکونو سره په همکارۍ په سهیل لویدیځ زون کي ښه پایله ورکړې ده

د یاد قول اردو مسٔوولین وايي، له هغه وروسته چي د A10 په نوم جنګي الوتکي له افغان ځواکونو سره یو ځای سوي په هوايي بریدونو کي يې وسلوالو ته زیات تلفات اړولي دي. په کندهار هوايي ډګر کي د بهرنیو ځواکونو د A10 په نوم هغه جنګي الوتکي  چي کولای سي پر یوه وخت پر وسلوالو بمونه او راکیټونه ...

Read More »

پاکستان: په لاهور کي ځانمرګي برید ۳۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د پاکستان د پنجاب په لاهور ښار کي د ځانمرګي برید په ترڅ کي لږ تر لږه ۹ تنه وژل سوی او ۲۵ نور ټپیان دي. په لاهور ښار کې د پولس یو جګپوړي چارواکي ډاکټر اشرف حیدر وایي، پیښه تېره شپه ناوخته د لاهور ښار اړوند په رایوینډ سیمه کي رامنځته سوې ده. نوموړي زیاته کړه، چي د برید ...

Read More »

د کندهار هرات پر لویه لار یوې ترافیکي پېښي شاوخوا ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړول

یاده پېښه د کندهار هرات پر لویه لار د میوند ولسوالۍ اړوند د تور مانده په سیمه کي رامنځ ته سوې ده. له سیمي څخه زموږ خبریال عبدالمنان ارغند وايي، یاده پيښه د د ۳۰۳ بس موټر او کرولا تر منځ رامنځته سوې ده. د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت یاده پيښه تائیدوي او وايي، په پيښه کي ...

Read More »

په خوست ولایت کي د دوو پر له پسې موټر بم بریدونو مخه نیول سوې

د ۲۰۳ تندر قول ارد له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چي د  ۲۰۳تندرقول د لومړۍ پلي لوأ د دوهم کنډک منسوبینو د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ د زوړ کوټ په سیمه کي د عملیاتو پر مهال یو عراده سراچه او یو عراده صرف موټرونه چي چاودیدونکي توکي پکښي ځای پر ځای سوي و له ...

Read More »

بغلان: په دې ولایت کي د طالبانو یوه مشر ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی

۲۰۹ شاهین قول اردو رسنیو ته ویلي، د اسلم په نوم د وسله والو طالبانو یو ډلګي مشر د ډنډ غوري اړوند په چشمه شیر سیمه کي امنتي ځواکونو ته تسلیم سو. وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د شاهین قول اردو وایي، د کندز ولایت په مربوطاتو کي د شمسو په ...

Read More »