بغلان: په دې ولایت کي د طالبانو یوه مشر ځان امنیتي ځواکونو ته سپارلی

۲۰۹ شاهین قول اردو رسنیو ته ویلي، د اسلم په نوم د وسله والو طالبانو یو ډلګي مشر د ډنډ غوري اړوند په چشمه شیر سیمه کي امنتي ځواکونو ته تسلیم سو.

وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د شاهین قول اردو وایي، د کندز ولایت په مربوطاتو کي د شمسو په مشرۍ د وسله والو غلو یو لس کسیزه ډله نیول سوي.

د شاهین قول اردو په وینا، یاد کسان د خان اباد-کندز پر لویه لاره په غلاو پیښو کي لاس درلود او د کته خېل له سیمي څخه نیول سوي.

دا په داسې حال کي ده چي د هېواد په بېلا بېلو سیمو کي د وسله والو  پر ضد افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په عملیاتو بوخت دي

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...