په خوست ولایت کي د دوو پر له پسې موټر بم بریدونو مخه نیول سوې

د ۲۰۳ تندر قول ارد له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چي د  ۲۰۳تندرقول د لومړۍ پلي لوأ د دوهم کنډک منسوبینو د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ د زوړ کوټ په سیمه کي د عملیاتو پر مهال یو عراده سراچه او یو عراده صرف موټرونه چي چاودیدونکي توکي پکښي ځای پر ځای سوي و له شپږتنو وسله والو مخالفینو سره یوځای نیولي دي، همدارنګه له نوموړو وسله والو څخه دوه میله کلاشنکوفونه څلور میله تومانچې هم د یادو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...