د کندهار هرات پر لویه لار یوې ترافیکي پېښي شاوخوا ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله واړول

یاده پېښه د کندهار هرات پر لویه لار د میوند ولسوالۍ اړوند د تور مانده په سیمه کي رامنځ ته سوې ده.

له سیمي څخه زموږ خبریال عبدالمنان ارغند وايي، یاده پيښه د د ۳۰۳ بس موټر او کرولا تر منځ رامنځته سوې ده.

د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت یاده پيښه تائیدوي او وايي، په پيښه کي ۷ کسان مړه سوي او شاوخوا ۱۷ زخمیان دي.

پيښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې رامنځ ته سوه.

د سیمي ځای ته امبولانس موټر رسیدلي او زخمیان يې د کندهار میرویس روغتون ته انتقال کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...