د پاکستان د پنجاب په لاهور ښار کي د ځانمرګي برید په ترڅ کي لږ تر لږه ۹ تنه وژل سوی او ۲۵ نور ټپیان دي.
په لاهور ښار کې د پولس یو جګپوړي چارواکي ډاکټر اشرف حیدر وایي، پیښه تېره شپه ناوخته د لاهور ښار اړوند په رایوینډ سیمه کي رامنځته سوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چي د برید اصلي هدف ځواکونه و ځکه ځانمرګي بریدګل خپل چاودېدونکي توکې د یو لوړپوړي پولیس افسر او پولیس منسوبینو ته څېرمه چاودني ورکړه.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت به غاړه نه دی اخیستی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون