د یاد قول اردو مسٔوولین وايي، له هغه وروسته چي د A10 په نوم جنګي الوتکي له افغان ځواکونو سره یو ځای سوي په هوايي بریدونو کي يې وسلوالو ته زیات تلفات اړولي دي.
په کندهار هوايي ډګر کي د بهرنیو ځواکونو د A10 په نوم هغه جنګي الوتکي چي کولای سي پر یوه وخت پر وسلوالو بمونه او راکیټونه وولي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مسوولینو تیره ورځ د یادو الوتکو پيلوټان وستایل چي په خبره يې پدې ورستیو کي يې له افغان ځواکونو سره په همکاري هوايي عملیاتو ښه نتیجه ورکړې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال امام نظر بهبود وايي، د A10 جنګي الوتکو په راتګ سره په دغه زون کي د عملیاتو پر مهال د پام وړ پرمختګ راغلی اوهم ورسره ملکي تلفات کم سوي دي.
دی وايي، وسلوال اوس نسي کولای چي په ډلیېزه توګه بریدونه ترسره کړي.
پر همدې په کندهار کي د بهرنیو ځواکونو مسؤلین وايي، A10 جنګي الوتکو په کندهار کي دافغان ځواکونو سره د عملیاتو پر مهال زیاته همکاري کړې او یادي الوتکي په هدف ویشتلو کي خورا دقیقي دي.
په کندهار کي دبهرنیو سرتیرو د هوايي کنډک قومندان ډګرمن ټوډ رایډل وايي، A10 جنګي الوتکو له افغان ځواکونو سره په همکارۍ په عملیاتو کي وسلوالو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده.
دی زیاتوي: (( A10 جنګي الوتکي په ډیر اطمینان د راپور پر اساس هغه سیمي په نښه کوي چي هلته وسلوال وي چي تر ډیره يې د ملکي تلفاتو مخه هم نیولې ده، د A10 الوتکو ځانګړتیا دا ده چي یوازي هغه کسان په نښه کوي چي وسلې ورسره وي او په هدف ویشتولو کي ډیري دقیقي دي، لکه څنګه چي په نورو برخو کي مو افغان ځواکونه روزلي پدې برخه کي به يې هم وروزو)).
امنیتي ځواکونه د هوايي ځواک د پياوړتیا خبري پر داسي مهال کوي چي لا هم په روزګان او زابل ولایتونو کي وسلوال پراخ فعالیت کوي او بریدونو ته يې زور ورکړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون