Author Archives: asad noori

د ایران مذهبي مشر وايي، چي پر سوریه د امریکا برید ستر جنایت دی

نوموړي پر خپل ټويټر پر سوریې د امریکا، برېتانیا او فرانسې برید په کلکو ټکو غندلی دی. دده په خبره د برېتانیا او فرانسې ولسمشرانو ستر جنایت تر سره کړی دی او یو وخت باید ددې کار حساب ورکړي. د خامنه یي په خبره یادو درو هېوادونه په ښکاره توګه د یوه مستقل هېواد پر حریم یرغل کړی دی او ...

Read More »

فاریاب: ددې ولایت پر خواجه سبز پوش ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا تمبول سوی

د فاریاب چارواکي وايي، د دې ولایت پر خواجه سبز پوش ولسوالۍ د طالبانو وروستی برید پر شاتمبول سوی دی. د فاریاب د سرحدي کنډک قوماندان ویس علمدار رسینیو ته ویلي، چي طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې د میمنې او مزارشریف پر لویه لاره پر امنیتي پوستو برید وکړ چي په پایله کي د ۵ وسله والو په وژل کېدو ...

Read More »

د زابل اوسیدونکو د سولي پروسې ملاتړ وکړ

راپور: نثار احمد څپاند دزابل وکیلان او قومي مشران تیره ورځ دیوې پراخي غونډي پرمهال دسولي دپروسې دملاتړ ترڅنګ هیله وښوده چي په هیواد کي دجکړې ښکیلي غاړي باید سوله وکړي. دوی همدا ډول ددې ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه چي دراتلونکي پارلماني ټاکنو دګډون لپاره تذکرې واخلي او نوم لیکنه وکړي. دغه غونډه چي په ولسي جرګه دزابل دخلکو ...

Read More »

په کابل کي د درو چاودنو مخنیوی سوی

په کابل کي امنیتي سرچیني وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ولایت په بېلا بېلو سیمو کي د درېو پر له پسې چاودنو مخه نیولي ده. د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې ریاست چارواکی وایي، د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کي پرون ماښام د کابل د قره بارغ ولسوالۍ په مربوطاتو کي د سړک غاړي ماین چاودني مخه ونیول سوه. چارواکي زیاتوي، ...

Read More »

په کندهار کي د افغان ګډو ځواکونو له لوري پسرلني عملیات پیل سوي دي

مسٔولین وایي، چي نه یوازي په سیمو کي تصفیوې عملیات کوي بلکي د ګډو ځواکونو امنیتي پوستې یي هم ځای پر ځای کړي دي. سره له دې چي د هیواد په مختلفو ولایتونو کي د افغان ګډو ځواکونو له لوري پسرلني عملیات پیل سوي دي ور سره سم د کندهار په مختلفو ولسوالیو کي هم د تیرو ۲۲ ورځو را ...

Read More »

د هرات اوسیدونکي وايي، چي په دې ولایت د کتاب لوستلو فرهنګ کم سوی

راپور: غلام فاروق رسولي ځوانان او محصلین بیا و کتابتونونو ته خپل د نه مراجعې لامل د نویو او ضروري کتابونو نه شتون یاد وي. هرات هغه ښار چي شاوخوا یونیم ملیون نفوس پکښي مېشت دی یوازي یو عامه کتابتون لري چي د څو محدودو کتاب لوستونکو لپاره یې په آرامه فضا کي د مطالعې زمینه برابره کړې ده. خو ...

Read More »

د راتلونکي شنبې په ورځ د رايي ورکونکو د نوم لیکني بهیر پیلیږي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد چې پرون یې په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په‎ دې اړه غونډه لرله ویلي، د شنبې په ورځ به په ولایتونو او مرکز کي د نوم لیکني پروسه پيل سي. هغه له ټولو هېوادوالو غوښتي چي د نوملیکني مرکزونو ته ورسي او نوملیکنه وکړي. ...

Read More »

د روغتیا مسؤلین وايي، د نیمه زده کړو موسیسو د صحت په برخه کي زیاته همکاري کړې ده

راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي د روغتیا مسؤلین وايي، په دغه ولایت کي نیمه زده کړو ته د ځوانانو د لیوالتیا له کبله په روغتیايي برخه کي د پرسونل د کمښت ستونزه تر ډېره حل سوې ده. په کندهار کي دا مهال شاوخوا اووه د لوړو او نیمه لوړو زده کړو خصوصي موسیسې فعالیت کوي چي زرګونه کسان ...

Read More »

د هلمند د ملي امنیت پخوانی ریٔس د کندهار د ملي امنیت د نوي ریٔس په توګه ټاکل سوی

راپور: سید حمید هاشمي تر ده مخکي جنرال قدر محمد قدر له تیرو ۳ کالو راهیسي د کندهار د ملي امنیت د ریٔس په توګه دنده لرل. د کندهار د ملي امنیت پخوانی ریٔس وايي، په کندهار کې يې بریالی ماموریت تر سره کړی. د کندهار د ملي امنیت د مخکني ریٔس قدر محمد قدر دنده پای ته ورسیدل او ...

Read More »

په الجزایر کي د یوې الوتکي د نسکورېدو په پېښه کي ۱۰۰تنه مړه سوي دي

د الجزاير رسنيو راپور ورکړی چي يوه نظامي الوتکه لوېدلي او پکښي تر ۱۰۰ زیاتو سپرلیو د وژل کېدو احتمال سته. ویل کېږي، چي یاده الوتکه په البلیده ولایت کي را غورځېدلي ده. د الجزیرې ټلویزیوني چینل د خبر له مخي غورځېدلي الوتکه نن د الجزایر پلازمینې ته نژدې د بوفاریک نظامي اډې ته نژدې را غورځېدلې ده، چي له ...

Read More »