په کابل کي امنیتي سرچیني وایي، امنیتي ځواکونو د کابل ولایت په بېلا بېلو سیمو کي د درېو پر له پسې چاودنو مخه نیولي ده.
د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزې ریاست چارواکی وایي، د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کي پرون ماښام د کابل د قره بارغ ولسوالۍ په مربوطاتو کي د سړک غاړي ماین چاودني مخه ونیول سوه.
چارواکي زیاتوي، چي دغه ماین د پاینده خېل ولسوالۍ اړوند ید یو پلچک لاندي ځای پر ځای سوی و.
د چارواکو په وینا، د کابل ښار د پنځمي امنیتي حوزې اړوند د کوټي سنګي له سیمي څخه هم یوه ماین کشف او ترلاسه سوه او د شپږمي امنیتي حوزې به مربوطاتو یوه کور ته څېرمه ځای پر ځای سوی لاسي بم هم د چاودني مخکې کشف او شنډ کړای سو.
د دولت ضد کومي وسله والي ډلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون