مسٔولین وایي، چي نه یوازي په سیمو کي تصفیوې عملیات کوي بلکي د ګډو ځواکونو امنیتي پوستې یي هم ځای پر ځای کړي دي.
سره له دې چي د هیواد په مختلفو ولایتونو کي د افغان ګډو ځواکونو له لوري پسرلني عملیات پیل سوي دي ور سره سم د کندهار په مختلفو ولسوالیو کي هم د تیرو ۲۲ ورځو را په دې خوا عملیات روان دي.
د عملیاتو د زیاتي برخي تمرکز پر نا امنه ولسوالیو دی چي له دې جملې څخه په میوند، شاوليکوټ، معروف، ارغستان، خاکریز او نورو ولسوالیو کي دا عملیات دوام لري.
د کندهار د میوند ولسوالۍ امنیه قومندان حاجي لالا چي نوی ددې ولسوالۍ قومندان ټاکل سوی وایي، د تیرو ۲۲ ورځو پر مهال یې یو ګڼ شمیر سیمي تصفیه کړي او بیا یې د ګډو ځواکونو امنیتي پوستي پکښي ځای پر ځای کړي دي.
هغه وایي، دا عملیات به یې دوام ولري ترڅو له سیمو وسله وال مخالفین شړي.
په جګړه او عملیاتو کي ښکیل افغان سرتیري وایي، چي د پیل سویو عملیاتو پر مهال یې وسله والو مخالفینو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي او نسي کولای چی د افغان ګډو ځواکونو په وړاندي جګړه وکړي.
هغوی وایي، چي وسله وال اوس مهال تر بل هر وخت په کندهار کي کمزوري سوي دي.
د کندهار ولایت چي مرکز او شاوخوا ولسوالۍ یې د هیواد ډیرو ولایتونو ته په کتو سره نسبتاً امنیت ښودل کیږي خو لا هم ځیني ولسوالۍ او لیري پرتې سیمي سته چي د وسله والو مخالفینو حضور پکښي ډیر دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون