د زابل اوسیدونکو د سولي پروسې ملاتړ وکړ

راپور: نثار احمد څپاند

دزابل وکیلان او قومي مشران تیره ورځ دیوې پراخي غونډي پرمهال دسولي دپروسې دملاتړ ترڅنګ هیله وښوده چي په هیواد کي دجکړې ښکیلي غاړي باید سوله وکړي.

دوی همدا ډول ددې ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه چي دراتلونکي پارلماني ټاکنو دګډون لپاره تذکرې واخلي او نوم لیکنه وکړي.

دغه غونډه چي په ولسي جرګه دزابل دخلکو داستازي عبدالقادر قلاتوال له لوري رابلل سوې وه پکښي ددې ولایت یوشمیر قومي مشرانو دیني عالمانو، ځوانانو، میرمنو او ددې ولایت سلګونو اوسیدونکو برخه اخیستې وه .

په جوړه سوې غونډه کي ددې ولایت یوشمیر قومي مشرانو وویل، چي په هیواد کي اوس  تر بل هر وخت زیات سولي او امن ته اړتیا ده او باید ولسونه سره یوموټی سي او دولت سر په څنګ کي دسولي او امن لپاره کار وکړي.

دوی همدا ډول ددې ولایت له اوسیدونکو غوښتنه وکړه چي د راتلونکي پارلماني ټاکنو ثبت نام لپاره دي په خپلو سیمو کي تذکرې واخلي او په دې ملي پروسه کي ګډون وکړي.

په ولسي جرګه کي دزابل دخلکو استازي عبدالقادر قلاتوال دټاکتو په ارزښت خبري وکړې او ويي ویل، چي په دې ملي پروسه کي باید دګډون لپاره زابل میشت تذکرې واخلي او نوم لیکنه وکړي.

دیادوني وړده چي دا غونډه دسولي او دټاکنو په ملاتړ په داسي حال کي جوړیږي چي وړاندي تر دې هم په مرکز او ولسوالیو کي دسولي دپروسې ملاتړ سوی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...