د فاریاب چارواکي وايي، د دې ولایت پر خواجه سبز پوش ولسوالۍ د طالبانو وروستی برید پر شاتمبول سوی دی.
د فاریاب د سرحدي کنډک قوماندان ویس علمدار رسینیو ته ویلي، چي طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې د میمنې او مزارشریف پر لویه لاره پر امنیتي پوستو برید وکړ چي په پایله کي د ۵ وسله والو په وژل کېدو برید پر شا وتمبول سو.
نوموړي وویل، دوه افغان سرتېري په دې نښتو کي ژوبل سوي دي.
طالبانو د فاریاب د وروستۍ جګړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون