په الجزایر کي د یوې الوتکي د نسکورېدو په پېښه کي ۱۰۰تنه مړه سوي دي

د الجزاير رسنيو راپور ورکړی چي يوه نظامي الوتکه لوېدلي او پکښي تر ۱۰۰ زیاتو سپرلیو د وژل کېدو احتمال سته.

ویل کېږي، چي یاده الوتکه په البلیده ولایت کي را غورځېدلي ده.

د الجزیرې ټلویزیوني چینل د خبر له مخي غورځېدلي الوتکه نن د الجزایر پلازمینې ته نژدې د بوفاریک نظامي اډې ته نژدې را غورځېدلې ده، چي له امله یې په الوتکه کي د سپرو ۲۰۰ نظامیانو له جملې ۱۰۰ تنه مړه سوي او پاته نور سخت ټپیان دي.

راپورونه وایي، د ټپیانو د ژغورني په موخه ژغورونکې ډله سیمي ته رسېدلې ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...