په لوګر کي د نامعلومو وسله والو لخوا د انجونو ښوونځۍ سوځول سوې ده

د لوګر د والي وياند سليم صالح وويل، چي تېره شپه شاوخوا نهه بجې ناپېژاندو وسله والو د محمد اغې ولسوالۍ د مغل خېلو سيمې د ا نجونو لېسه سوځولې ده. د نوموړي په وينا، د دې پېښي په تور تر اوسه څوک نه دي نيول سوي خو پوليسو يې په اړه پلټني پيل کړي دي.

د نوموړي په وينا، په دې لېسه کي شاوخوا زر انجونې زده کړې کوي چې د ښوونځۍ د امنيت په برخه کې بايد کليوال مرسته وکړي. دا په داسې حال کي ده چې د مغل خېلو د انجونو لېسه د پوليسو د ٣٣٣ ځانګړې قطعې په اووه سوه مترۍ کي موقعيت لري.

د یادونې ده، چي له تېرو دوو اوونيو راهيسي د لوګر په څرخ ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو ٢٠ ښوونځي تړلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...