په مصر کي یوې پوځي محکمي ۳۶ کسان په دې هېواد کي د قبطي مسیحیانو په کلیساګانو کي د بمي چاودونو سره د تړاو په جرم په مرګ محکوم کړي دي.
د دې بمي بریدونو مسؤلیت د اسلامي دولت وسله والي ډلې په غاړه اخیستی دی.
د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپریل په میاشت کي د مصر په دوو جلا ښارونو تانتا او سکندریه کي په کلیساګانو چاودني وسوې چي ۴۶ کسان یې ووژل.
د مصر د پوځ د جنايي محکمې له خوا اوسني احکام مقدماتي دي او د مصر د قانون پر بنسټ اصلي حقوقي مقام یعني قاضي القضات ته استول کېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون