بارسلونا تیره شپه د تګ په پړاو کي د روم میلمه وه، چي روم ۳ ګولونه پر ۰ بارسلونا ته ماته ورکړه. بارسلونا د راتګ په پړاو کی د روم څخه ۴ ګولونه پر ۱ لوبه ګټلي وه او په دې سره ټوټل ۴ ګولونه پر ۴ لوبه مساوي سول، خو روم ځکه نیمه پایلوبي ته لاره پيداکړه ، چي روم د بارسلونا په کور کي ګولوهنه کړې وه، خو بارسلونا ټیم بیا ونه توانېدی، چي تیره شپه د روم په کورني لوبغالي کی ګول ولګوي.
منچسټر سیټي بیا تیره شپه د لیورپول کوربتوب وکړ، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کی د ۱ ګول لیورپول وګټل. لیور پول په خپل کورني لوبغالي کي هم منچسټر سیټي ۳ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړې وه او په دې سره لیورپول ټوټل ۵ ګولونه پر ۱ منچسټر سیټي ته ماته ورکړه.
په دې سره روم او او لیورپول فوټبال لوبډلو د اروپا د اتلانو کپ نیمه پایلوبي ته لاره پیداکړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون