راپور: سید حمید هاشمي
تر ده مخکي جنرال قدر محمد قدر له تیرو ۳ کالو راهیسي د کندهار د ملي امنیت د ریٔس په توګه دنده لرل.
د کندهار د ملي امنیت پخوانی ریٔس وايي، په کندهار کې يې بریالی ماموریت تر سره کړی.
د کندهار د ملي امنیت د مخکني ریٔس قدر محمد قدر دنده پای ته ورسیدل او تیره ورځ يې له چارواکو او ولسي خلکو سره مخه ښه وکړه.
کندهار والي زلمي ویسا د نوموړي د ماموریت ستاینه وکړه.
د کندهار د ملي امنیت مخکني ریٔس قدر محمد قدر وویل، چي په خپل دري کلن کاري دوران کي يې په امنیتي برخه کي ډیر تغیرات او اصلاحات راوستلي دي.
هغه وویل، دلته په کندهار کي د امنیتي ارګان په نوم غیري قانوني کړني ترسره کیدلي چي ده يې مخه نیولي ده، او مجرمین يې محبس ته اچولي.
باید وویل، سي چي تورن جنرال محمد یاسین د کندهار د ملي امنیت د نوي ریٔس په توګه ټاکل سوی دی.
نوموړی تر دې مخکي د هلمند د ملي امنیت د ریٔس په توګه دنده ترسره کول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون